د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د آرام سمندر د سیمې په سر نورو سره سیالي کوي


亚太地区地理位置图。(照片来源:维基百科)
亚太地区地理位置图。(照片来源:维基百科)

چین کوشش کوي چې د ارام سمندر د جنوبي برخې د ملکونو سره مرستې زیاتې کړي او دې لړ کې ېې د د یو میلیار نه زیاتې مرستې ېې په دې تیرو لسو کالو کې ورکړیدي. دې مرستو سره داسې ښکاري چې چین په سیمه کې د جاپان اسټرالیا او امریکا نه هم ځان مخکې کول غواړي

د لیوي په نوم د څیړونو مرکز چې سډني کې مرکز لري وايي چې د ارام سمندر جنوبي څنډې ملکونو سره د چین مرستې د نړۍ د یو بامسولیته هیواد په نوم یادیږي. د دې مالي مرستو هدف هم د مالي توازن د سمولو یوه هڅه بلل کیږي.

د کال ٢٠٠٦ نه چېن د ارام سمندر د جنوبي ملکونو سره د یو عشاریه څلورو میلیاردو مرسته کړیده.
د کال ٢٠٠٦ نه چېن د ارام سمندر د جنوبي ملکونو سره د یو عشاریه څلورو میلیاردو مرسته کړیده.

څیړونکي وايي چې د چیناي شرکتونو او نقالینو د ورتگ سره دغلته د پرتو جزیرو خلکو کې یو قسم ته تشویش پیدا کړیدی. دغلته د چیناي ماهیگرو په لاس په قانوني او غیرقانوني توگه روان د ماهیانو نیول هم د سیمې خلکو ته اندیښنې پیدا کوي. دې نه علاوه د ماین کارۍ عملیات هم د اندیښنو سبب کیږي.

دغلته د چین ټولو نه زیاته سرمایه گراز د پاپو نيو گني په رامو نیکل سیمه کې د کانونو په کنستلو کې شویده،چې لگښت ېې د یو عشاریه شپږ میلیاردو ته رسیږي. دغه پروژه د انتقاد سره مخ شویده ،ځکه چې چاپیریال ته تاوان رسوي. خو چین وايي چې دوي دلته د مثبت بدلون دپاره کار کوي ،ځکه خو ېې دومره زیاته پانگه لگولې ده.

د لیو د څیړنو مرکز یوه څیړونکې فلیپا برانټ وايي چې چین ته پکار دي چې د خپل حيثیت او شهرت ساتلو دپاره نور کار هم وکړي.

هغه وايي« داسې حال کې چېن دلته سرمایه لگوي او مرستې هم کوي. خو ورسره ېې یو شمیر شرکتونه دلته راغلي، نور کاریگر ېې هم را نقل شویدی، نو دې حالت د چین په اړه خلکو کې شکونه پیدا کړیدي او د دې جزیرو خلک چې کومې پوښتنې لري چېن ېې باید ځواب ورکړي.

د لیوي د څیړنو مرکز د ارام سمندر په سیمه کې د چین د مرستو په اړه کومه څیړنه کړیده هغې دپاره ېې د ٥٠٠ وسیلو، ثبوتونو او اسنادو نه کار اخیستی دی او دا په دې موضوع د ټولو نه جامع څیړنه ده.

د کال ٢٠٠٦ نه چېن د ارام سمندر د جنوبي ملکونو سره د یو عشاریه څلورو میلیاردو مرسته کړیده. اسټرالیا اوس هم د چین نه مخکې ده، چې د دغو ملکونو سره ېې د مرستو شمیر ٧ میلیاردو ته رسیږي،چې په تیرو لسو کالو کې ېې کړیدی.

دغلته د چین ټولو نه زیاته سرمایه گراز د پاپو نيو گني په رامو نیکل سیمه کې د کانونو په کنستلو کې شویده،چې لگښت ېې د یو عشاریه شپږ میلیاردو ته رسیږي
دغلته د چین ټولو نه زیاته سرمایه گراز د پاپو نيو گني په رامو نیکل سیمه کې د کانونو په کنستلو کې شویده،چې لگښت ېې د یو عشاریه شپږ میلیاردو ته رسیږي

چین د ارام سمندر د غاړې اووو جزیرو سره اړېکي لري. چې هغې کې د کوک، د میکرونیسیا ،فیجي، نیاو، پاپو نیو گني، سماو،ټونگا او وینوټو شامل دی.

د تایوان سره د جنجال نه پس په سیمه کې د مالي مرستو مقابله شروع شویده. چین او تایوان د سیاسي شناخت دپاره پیسې لگول شروع کړیدی.

خو بیا په کال ٢٠٠٨ کې چین او تایوان سره روغه وکړه او دغه د مصارفو مقابله بنده شوه.

XS
SM
MD
LG