د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي لانجې پر سر خبرې چهارشنبې ته وغزیدې


د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې مقدماتې موافقې لپاره د سې شنبې د ورځې مهلت ټاکل شوی و
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې مقدماتې موافقې لپاره د سې شنبې د ورځې مهلت ټاکل شوی و

امریکايي چارواکي وايي چې د ایران د اټومي پروګرام په سر په خبرواترو کې کافي پرمختګ شوی او دغه دې ته لاره هواروي چې خبرې اترې دې د چهارشنبې ورځې ته هم وغځول شي.

ایراني چارواکو هم ویلي دي چې غواړي د نړۍ د شپږو هیوادونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرو ته ادامه ورکړي.

د ایران د مرکچیانو له ډلې نه، حمید بعیدي نژاد وویل چې ایراني چارواکي به تر هغو پورې خبرواترو ته ادامه ورکړي چې موضوعات حل شوي نه وي او موافقه نه وي شوي.

د نړۍ شپږ قدرتونه او ایران هڅه کوله چې د [سویس په وخت] د سې شنبې د ماښام تر ۱۲ بجو، یانې تر ټاکل شوي مهلت پورې، د ایران د اټومي پروګرام په سر یوه مقدماتي موافقه وشي.

خو په یو شمیر موضوعاتو باندې اختلافات موجود وو. په په دغو جنجالي موضوعاتو کې ایران ته د یورانیمو د غني کولو په اړه د څیړنو اجازه، د موافقتنامې د اعتبار وخت، په ایران د لګول شوي بندیزونو لېري کول، او د موافقتنامې نه د سرغړونې په صورت کې اقدامات شامل دي.

د سې شنبې په ورځ، د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې دوی خوشبین دي چې موافقه به وشي.

خو د وسلو د کنټرول د اتحادیې کارپوهه، کلسي ډیفونپورت وویل چې که څه هم رسمي څه نه دې ویل شوي خو اوس هم د یوې موافقتنامې اصلي ټکي واضح شوي دي.

«د دې نه پرته چې دوی یې په اړه څومره ویلي وي، د یو موافقتنامې روښانه تصویر د تشکیلیدو په حال کې دی.»

دیفونپورت وویل چې موافقتنامه به د ایران د یورانیمو د غني کولو پروسه محدوده کړې، د څارنې او [د موافقتنامې د عملي کیدو د] تاییدولو لپاره به اصول وضع کړي.

هغې زیاته کړه چې د ایران مخه به ونیول شي چې بم جوړ نه کړي او د ایران د اټومي وسلو د پټ پروګرام خلاف به نظارت وشي.

غونډې

د سې شنبې به ورځ، د دواړو خواوو ترمنځ غونډې د سویس په وخت د سهار په اوه بجو پیل شوي. تر غرمې مخکې دوې غونډې وشوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته وویل چې تمه لري چې دوی به ماښام هم خپلو غونډو ته ادامه ورکړي.

جان کېري وویل: «ځینې ګران موضوعات لا پاته دي. موږ سخت کار کوو چې په دې اړه پرمختګ وشي.»

امریکايي چارواکو مخکې ویلي وو چې ټاکل شوی مهلت باید مراعت شي، خو ورسته یې وویل چې که چیري مرکچیان یې ضرورت وویني نو د دې امکان شته چې مهلت وغځول شي او د چهارشبنې په ورځ هم خبرې اترې ادامه پيدا کړي.

د سویس په لوزان کې د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران مرچیانو د یوې اونۍ راهیسې خبرې اترې کوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې د کیدو په لارې کې ستونزې حل کړي.

د خبرو اترو د اوسني پړاو هدف دا دی چې د یوې موافقتنامې په اساسي ټکو باندې تفاهم وشي.

د ایران د اټومي پروګرام په سر د یوې موافقتنامې د کیدو هدف دا دی چې دا یقیني شي چې د ایران اټومي پروګرام سوله ییز دی او په دغه هیواد باندې لګول شوي نړیوال بندیزونه لېري کړل شي.

تمه ده چې د جون تر ۳۰ مې نیټې پورې، د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه هراړخیزه موافقتنامه لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG