د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د دوو یرغملو د وژل کیدو له امله بخښنه غوښتې ده


.
.

ولسمشر اوباما د هغو دوه کسانو په مړینه بخښنه وغوښته چې القاعده شبکې یرغمل کړي وو او د روان کال په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان په پوله په ترهگرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.

په خپل لنډ او له احساساتو نه په ډک پیغام کې د امریکا جمهور رئیس ویلي چې دې د هغه درد درک نشي لگولی چې د امریکايي وارن وینسټن او ایټالوي گیواني لو پورتو کورنۍ ورباندې دردیږي.

هغه وویل چې زه فقط دومره ویلی شم چې «د امریکا د جمهور رئیس او د امریکا د پوځ د عالی قوماندان په توگه زه د تروریزم ضد د امریکا د ټولو عملیاتو مسولیت په غاړه لرم چې په کې هغه عملیات هم شامل دي چې په نتیجه کې د وارن او گیواني ژوند هم موږ دلاسه ورکړ. زه په دغه پیښه سخت غمژن یم او د امریکا د دولت په نمایندگۍ زه د وژل شویو کسانو د کورنیو نه بخښنه غواړم.

امریکايي وارن وینسټن د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یو ایس ایډ سره پاکستان کې کار کاوه
امریکايي وارن وینسټن د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یو ایس ایډ سره پاکستان کې کار کاوه

امریکايي وارن وینسټن چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یو ایس ایډ سره پاکستان کې کار کاوه، په کال ٢٠١١ کې نامعلومو وسوله والو کسانو په لاهور کې برمته کړې و. له څلور کاله بند نه پس په داسې وخت کې ووژل شو چې کله د ٢٠١٥ کال په جنوري کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د افغانستان او پاکستان په پوله د القایده یو پټ ځای په نښه کړو، او هلته بندي وارن وینسټن هم پکې ووژل شو.

جمهور رئیس اوباما د دغو علمیاتو په اړه ووايي چې «موږ په دې باور وو چې دغه پټ ځای د القایده په واک کې و، او کوم عادي ملکي شخص پکې نه وسیده او د دغو ترورستانو د ژوندي نیولو امکان هم نه و. موږ دا هم باور لرو چې دې عملیاتو کې ډیر خطرناک د القایده غړي وژل شوي. خو یوه خبره چې موږ ته معلومه نه و ،هغه دا و چې متاسفانه القایده وارن وینسټن او گیواني هم د ځانه سره دلته ساتلي وو."

جمهور رئیس اوباما وايي چې هر کله چې دی د وارن وینسټن او لو پورتو د مرگونو د سبب نه خبر شو، نو امر ېې ورکړو چې د دغو عملیاتو په تفصیل باید عام ولس خبر شی.

پیښې پوره پلټنه وشي او اینده کې داسې غمژنه پیښه تکرار نشي.

جمهورریس اوبامه په دې باب زیاته کړې چې «سهوې د انسانه کیږي، کله کله ډیر خونړۍ سهوې هم ترسره شي. خو یوه خبره چې موږ امریکایان د نورو قامونو نه پکې توپیر لرو او موږ پکې ځانگړتیا لرو، هغه دا ده چې موږ هر وخت چې یوه نیمگړتیا ولرو، یوه سهوه وکړو.هغه منو او د خپلو سهوو نه درس اخلو.

جمهورریس اوبامه د ښاغلي وارن وانیسټن او لو پورټو د هغو خیریه کارونو ستاینه هم کړې، چې دوي دواړو په پاکستان کې ترسره کړي وو، جمهورریس اوبامه زیاته کړې چې د دې دواړو خدمتونه به د ټولې نړۍ د هغه خلکو دپاره د لارې مشال وگرځي چې هر ځای مشکلات ویني او دوي ېې کومک ته ځان ورسوي.

XS
SM
MD
LG