د لاس رسي وړ اتصالات

کانونو وزارت : د هندي کنسرسیوم له پریکړې خبر نه یو


دکانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وویل د هندي کمپنو کنسرسیوم تضمین ورکړی وو ا.
دکانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وویل د هندي کمپنو کنسرسیوم تضمین ورکړی وو ا.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د بامیانو د حاجي ګک د اوسپنې دکان د دواطلبۍ د وړونکي هندي شرکتونو کنسرسیوم له پرېکړې په رسمي ډول ندي خبر او دوی ته دغې کنسرسیوم د قرارداد له دواطلبۍ نه د شاته کېدو په تړاوو څه ندي ویلي.

هندي رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ، چې د هندي کمپنیو کنسرسیوم غواړي، د بامیانو د حاجي ګک د اوسپنې د کان د استخراج له پانګونې تیر شي او له لسو ملیاردو ډالرو زیاته پانګونه و نه کړي، خو نن د افغانستان د معدنونو او پطرولیم وزارت وايي، له دغې کمپنۍ سره اصلا قرارداد ندی شوی او د حاجي ګک د کان داوطلبي پای ته نه وه رسېدلې.

دکانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالقدوس حمیدي وویل دغې کنسرسیوم تضمین ورکړی وو او ترهغو چې دغې کنسرسیوم رسمي خبرتیا نه وي ورکړي څه نه شي ویلی.

د کانونوو او پټرولیم د وزارت د تنظیم او انسجام مرستیال عبدالقدوس حمیدي وویل ‪"کله چې مونږ ته رسمي اطلاع راکړي بیا نو وروستي تصمیمونه وروسته کیږي.‪"

د حاجي ګک د اوسپنې کان دوه ملیارده ټنه اوسپنه لري او یو له لویو معدنونو نه ګڼل کیږي.

ددغه کان د استخراج داوطلبي په ۱۳۸۹ لمریز کال کې وړاندې شوه او په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ایس ای ای ایل هندي کمپنو کنسرسیوم وړونکې اعلان کړه خو دغې کنسرسیوم په تېرو څلورو کلونو کې ونه کړای شول چې د حاجي ګک د کان استخراج قرارداد له افغان حکومت سره بشپړ کړي.

ځینې اقتصاد پوهان وايي، ښايي دغه کمپنۍ د افغان حکومت او د پاکستان د ای ایس ای ترمنځ د تفاهم لیک په غبرګون کې له دې کار تېره شوي وي، خو ځینې نور بیا وايي، چې دغه هندي کمپنۍ اصلا دومره پیسې نه درلودې ترڅو د حاجي ګک استخراج وکړي او داوطلبي یې هم په سیاسي لحاظ ګټلې وه

XS
SM
MD
LG