د لاس رسي وړ اتصالات

د مسلمان کډوالو په اړه د امریکا سیاسي ناندرې


امریکا ژمنه ده چې زرګونه سوري کډوال به د بشري خواخوږې له مخې امریکا ته راولي
امریکا ژمنه ده چې زرګونه سوري کډوال به د بشري خواخوږې له مخې امریکا ته راولي

د سوري او عراقي کډوالو منل په امریکا کې سیاسي ناندرې پارولي دي.‌

ګڼو امریکایي سیاستوالو او چارواکو امریکا ته د سوريې او عراق د کډوالو د راتګ له کبله ژورې امنیتي اندیښنې څرګندې کړي. ډیرو ویلي چې امریکا ته د دغو کډوالو د راتګ لړۍ باید سملاسي ودرول شي ځکه ښايي پدوې کې ترهګر او نور ورانکاره عناصر وي.

دغو اندیښتو او نیوکو د پاریس له بریدونو وروسته زور اخیستی دی.

خو جمهور رېیس باراک اوباما یوار بیا ټینګار کړی چې د نورو کډوالو په څیر او له هر ډول مذهبي‌ او توکمیز توپیر پرته به د سورېې او عراق کډوال امریکا ته راځي.

په متحده ایالاتو کې په ملیونونو مسلمانان اوسیږي، په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې مصروفیت لري او د خپلو ټولو مدني آزادیو او حقوقو برخمن دي. خو دا ځل په لویدیځ کې د داعش د ډلې لخوا د بریدونو مسولیت اخستو سره، متحده ایالاتو ته په خاصه توګه د سوري کډوالو په پناه ورکولو سخت سیاسي بحث پیل شوی دی.

د دواړو ګوندونو د جمهوري ریاست مخکښه کاندیدان هېلري کلنتن او دونالد ترمپ جلا جلا طرحې وړاندې کوي.

دونالد ټرمپ

د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ترمپ د شنبې په ورځ د هغو خپاره شوو راپورونو په هکله خبرې وکړې چې گواکې دی د امریکایي مسلمانانو د څار د پاره هغوی په یو ځانگړي ډیټا بیس کې د ثبتولو ملاتړ کوي. پدې نظریي سره هغه د خپلو نورو جمهوریخواه سیالانو د سختو نیوکوسره مخ شو او حقوقي متخصصینو ورته حیران شوي دي.

ترمپ دا موضوع د البامه ایالت په برمینګم ښار کې د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې مطرح کړه او وی ویل د هغه په اړه خپاره شوي راپورونه سم نه دي او هغه یوازي د هغو مسلمانانو د څارلو غوښتنه کړې چې لدې وروسته متحده ایالاتو ته راځي. ترمنپ وایي هغه د کډوالو دقیق څارل غواړي چې د سوریي نه امریکا ته پناه راوړي. هغه وایي مخه یي نه شي نیولې، مګر په اړه یی د معلوماتو ټولول لازمي بولي.

خو په ټاکنو کې د بري په صورت کې، ترمپ بل خبردارې هم ورکوي او وایي که ټاکنې یي وګټلې، نو لکه پخوا چې یي څرګنده کړې دا کډوال به بیرته خپلو هیوادونو ته ولیږي، ځکه د ښاغلي ټرمپ په وینا، دوئ یي نشي ساتلې.

ترمپ دا خبره هم کړې چې په متحده ایالاتو کې د اسلام پالو د بریدونو د تهدید د مخنوي په هدف به مشخص جوماتونه هم بند کړي.

هېلري کلنټن

د جمهوري ریاست دیموکراتې کاندیدې هېلري کلنتن د جنوبي کارولینا په شمالي چارلستون کې د کمپاین په وخت د خپل جمهوريخواه سیال دونالد ترمپ دا نظریه چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو د څارنې لپاره به حکومت یو ځانگړی ډیټا بیس جوړوي، سره مخالفت څرګند کړ. میرمن کلنټن وایي دا ډیره مهمه ده چې د جمهوري ریاست د جمهوريخواه کاندیدانو په شمول دا ډول تبصرو ته غوږ نشو چې غواړي «ټول په یو رنګ حساب شي، باید په یونه یو ډول مسلمانان رجستر شي، منزوي شي او بیا د اسلام پسې راواخلو».

میرمن کلنټن وایي پدې پوهیږي چې په اوږده موده کې د کډوالو څارنه څنګه او ارزیابي څنګه وکړي. میرمن کلنټن وایي دا کار یي د کلونو راهیسې کړې او ډیره وخت نیسي. خو وایي هغه به مطلق پدې اړه له ډیر احتیاط نه کار واخلي چې په څه ډول هر کډوال ارزیابي شي.

د جمهور رېیس أوباما حکومت ټولو والیانو ته ډاډ ورکوي، هغه مهاجرین ، په ځانګړې توګه چې د سوریي نه تښتي او د هغه د مهاجریت په پروګرام کې متحده ایالاتو ته راځي د سخت امنیتي څار او ارزیابۍ به تیریږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG