د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د مهاجرینو خلاف مظاهرې


مظاهرې په جرمني کې د مسلمانانو یوې مخالفې ډلې، چې پيګیدا نومیږي، تنظیم کړي وي.

دغه ډلې د مظاهرې اروپا ته د ډیرو مهاجرو د ورتګ او د دغه ډلې په وینا د «اروپا د اسلامي کیدو» په ضد وکړي.

د جرمني د درزدېن په ښار کې، چې د پیګیدا د ډلې بنسټ پکښې ایښودل شوی دی، څو زره کسان راټول شوي وو او په مظاهرې کې یې برخه واخیستله.

په امیستردام کې بیا د پيګیدا ملاتړ کوونکو او مخالفینو دواړو مظاهرې وکړي.

پولیسو هغه مهال مداخله ته مجبور شول چې د پيګیدا ملاتړکوونکو او مخالفینو د یو بل سره نښتې وکړي او دوی یې د بیلولو هڅه وکړه.

پولیسو ویلي دي چې د دواړو ډلو څخه یې تر ۲۰۰ کسان نیولي دي.

پیګیدا د لندن د برمنګهم په ښار کې خپله لومړۍ مظاهره وکړه.

که څه هم د مظاهره چیانو شمیر تر ۲۰۰ څخه دیر نه وو خو د مظاهرو یو تنظیمونکي، ټامي رابینسن وویل چې د تیر کال په څیر نه باید چې مهاجرین په لوی شمیر کې اروپا ته پریښودل شي.

XS
SM
MD
LG