د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور ټیډ کروز د انتخباتي مبارزې نه لاس واخیست


سناتور ټیډ کروز د ډانلډ ټرمپ نه وروسته د ګوند دویم مخکښ کاندید و.
سناتور ټیډ کروز د ډانلډ ټرمپ نه وروسته د ګوند دویم مخکښ کاندید و.

د متحده ایالاتو د مشرانو په جرګې کې د ټکساز د ایالت سناتور او د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جهموري غوښتونکو د ګوند دویم مخکښ کاندید ټیډ کروز د انډیانا ایالت د انډیاناپولس په ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د خپلې انتخاباتې مبارزې د پای ته رسولو اعلان وکړ.

ټیډ کروز دا اعلان پداسې حال کې وکړ چې میرمن، لوروګانې او مور او پلار یې هم ورسره ولاړ و. د کروز په وتلو سره د ګوند د مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ لپاره نوره هم آسانه شوه چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي.

کروز خپلو پلویانو ته وویل " دیارلس میاشتې مخکې مو خپله مبارزه د ولس په ډاډ پیل کړه او هیچا دا فکر هم نه کاوه چې دومره مخکې به ولاړ شو. " کروز زیاته کړه " نن زه اعلان کوم چې نور زمونږ د انتخاباتې مبارزې لاره بنده شوه او رایه ورکوونکو بله لاره غوره کړه. "

سناتور ټیډ کروز پخپلو خبرو کې ونه ویل چې د کوم کاندید ملاتړ به وکړي. هغه پنځه سوه او دوه اویا استازي ګټلي و.

د سناتور ټیډ کروز د دې اعلان نه وروسته چې د خپلې انتخاباتې مبارزې نه لاس اخلي، اوس د جمهوري غوښتونکو د ګوند په کاندیدانو کې یوازې دوه کسان پاتې دي. مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ او د اوهایو ګورنر جان کیسک خو امریکایې مطبوعات وایي ډیر احتمال شته چې ډانلډ ټرمپ به د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي. هغه تر دې دمه ۱۰۷۲ او جان کیسک ۱۵۶ استازي لري. د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید باید لږ تر لږه ۱۲۳۷ استازي وګټي چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي

XS
SM
MD
LG