د لاس رسي وړ اتصالات

د غني پښه عملیات شوه


ولسمشر غني د جرمني په روغتون کې
ولسمشر غني د جرمني په روغتون کې

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په جرمني کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پښې عملیات په بریالیتوب ترسره شول. ارګ ویلي چې د ولسمشر غني روغتیايي حالت ښه دی.

د یکشنبې په ورځ ارګ د روغتون له کټ نه د ولسمشر غني هغه ویډیو هم خپره کړه چې پکښې په کابل کې له جګپوړو حکومتي‌چارواکو سره خبرې کوي. ویډیو غږ نلري خو ولسمشر غني د خبرو په مهال ښيي.

ښاغلی غني څلور ورځې وړاندې په داسې حال کې جرمني د درملنې لپاره سفر وکړ چې د افغاني ډاکترانو په وینا د پښې ټپ یې دومره جدي نه و او درملنه یې په هیواد کې کیدای شوه.

په افغانستان کې د هډوکو یو شمېر متخصص ډاکټران وايي چې د ولسمشر غني د کيڼې پښې ټپ ډیر جدي ندی او کیدای شو چې دننه په هیواد کې یې هم درملنه شوې.

خو، ښاغلی غني د چهارشنبې په ورځ د خپل معالج ډاکټر په مشورې د درمنلې لپاره جرمني تللی دی.

ولسمشر غني شاوخوا درې اوونۍ له لکړې سره ګرځید
ولسمشر غني شاوخوا درې اوونۍ له لکړې سره ګرځید

د ولسمشر دفتر ندي ویلي چې په جرمني کې به د ښاغلي غني درملنه څومره وخت ونیسي.

د هغه د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د امریکا غږ ته وویل" د هغه پښه خوږه شوې، خو ډېره جدي نه ده، هغه تګ راتګ کولی شو او تر هوايي ډګره هم په خپلو پښو ولاړ.

ډاکټرانو ورته ویلي و چې د پښې خوږ یې ډېر جدي نه دی، خو که یې غوښتی وي، د لا ښې درملنې لپاره بهر ته تللی شي. هغه غوښتل وختي ولاړ شي، خو د روسیې سفر او د روژې میاشتې د هغه پلان وځنډوه. "

راپورونه وايي چې ولسمشرغني تېره میاشت په ارگ کې دننه د اولمپیک د ملي ورځې په لمانځغونډې کې له یو شمېر افغان لوبغاړو سره ځغاسته کوله، چې راولوید او پښه یې ژوبله شوه.

هغه په اختر کې او له اختر وروسته په ځینو غونډو کې هم ولیدل شوه چې لکړه یې په لاس او چپه پښه یې تړلې وه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د صحیې مشر رزاق سیاوش وايي ښايي ولسمشر د خپل شخصي ډاکټر په مشورې جرمني ته تللی وي.

هغه امریکا غږ ته وویل "خبر یم چې د ولسمشر پښه لږه خوږه شوې وه، دا ډول تکلیفونه ډېر جدي او د اندېښنې وړ نه دي. ښايي د هغه خپل شخصي ډاکټر ورته ویلي وي چې بهر ته د درملنې لپاره ولاړ شي، کنه دا دومره جدي ستونزه نه ده."

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي بیا وايي چې ولسمشر د جرمني په بلنې د درملنې لپاره دغه هېواد ته ولاړ.

ښاغلي مجید د امریکا غږ ته وویل " جرمني بلنه ورکړې وه چې د درمنلې لپاره ورشي، ولسمشر هم غوښتل چې ژر ورغیږي نو ځکه جرمني ته ولاړ، تاسو پوهیږﺉ چې جرمني تر کابل ډېر لوړ او ښه طبي وسایل او امکانات لري."

ښاغلی غني داسې مهال جرمني ته د درملنې لپاره تللی چې په دې وروستیو کې په کابل کې یې د ملي امنیت په روغتون کې هم د حکومتي چارواکو او د هغوی د کورنیو پر وړیا درملنې بندیز ولګاوه.

ښاغلی غني د ملي امنیت په روغتون کې د خپلې ترور د درملنې په اړه وویل " زه غواړم چې په دې روغتون کې د خپلې ترور د درملنې په بدل کې څلور سوه دوه اتیا زره او پنځه لس افغانۍ چې د هغې په درملنه لگیدلي دغې روغتون ته ورکړم او دا کار په یو رواج بدل کړم."

د ۶۶ کلن اشرف غني د روغتیا په اړه پخوا هم ځيني اندیښنې وې خو ښاغلي غني تیرکال د ټاکنیزو منډو ترړلو په مهال امریکا غږ ته وویل چې د ښې روغتیا خاوند دی او په ورڅ کې تر ۱۸ ساعتونو کار کوي

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG