د لاس رسي وړ اتصالات

په اسټرالیا کې د اسیا جام سیالیو منځلوبې سبا پېلیږي


د اسیا د ملتونو د فوټبال سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کیږي، اوسنی اتل یې جاپان دی.
د اسیا د ملتونو د فوټبال سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو وارې کیږي، اوسنی اتل یې جاپان دی.

په اسټرالیا کې د اسیا جام سیالۍ، منځلوبو ته ورسېدلې،په دغو سیالیو کې د اسیا ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې وې.

د اسیال جام په هرو څلورو کلونو کې یو وارې د اسیا د پیاوړو او چاڼ شویو هېوادونو ترمنځ کیږي.

دغو سیالیو ته د اسیا د څه باندې ۴۰ لوبډلو له منځه ۱۶ هغه یې لاره پیدا کوي، افغانستان هم په ۲۰۱۴ کال کې هڅه وکړه چې دغه جام ته ووځي خو، د غوراوي په لوبو کې د فلسطین په وړاندې ماتو یې د ورتګ مخه ډب کړه.

د ددغو روانو سیالو د هر ګروپ د سر اولې او دویمې لوبډې منځلوبو یا کواټر فاینل ته ووتلې.

جنوبي کوریا، چین، ایران او جاپان د خپلو دریو ګروبي لوبو په ګټلو سره نهه نومرې یا پواینټونه اخیستي او د جدول د سر لوبډلې دي.

کوربنه اسټرالیا، ازبکستان، متحده عرب امارات او عراق بیا د خپلو ګروپونو په جدول کې دویم نمبر راغلې دي.

په منځلوبو کې جنوبي کوریا له ازبکستان، استرالیا له چین، ایران له عراق، او جاپان له متحدو عربو اماراتو سره مخامخ دي.

کواټر فاینل د همدغې میاشتې په ۲۲ نېټه سبا د پنجشنبې په ورځ پيلیږي، د دغو اتو لوبډلو له ډلې یې د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي، چې بیا یې دوه پایلوبې یا فاینل ته لاره کوي.

جاپان څلور وارې د اسیا د ملتونو جام ګټلی دی چې وروستی یې د ۲۰۱۱ کال اتلولي وه.

په روانو سیالیو کې هم جاپان ته د یوې پیاوړې لوبډلې په سترګه کتل کیږي او داسې وړاندوینې کیږي چې ښايي جاپان په پنځم وار د اسیا جام پورته کړي.

د اسیال د ملتونو د جام سیالۍ په لومړي وار په ۱۹۵۶ میلادي کال کې په هانګ وشوې، چې جنوبي کوریا یې اتله شوه، جنوبي کوریا دوه وارې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې ده.

سعودي او ایران بیا درې درې وارې د اسیا د ملتونو اتلولۍ ګټلي دي، که څه هم سعودي اوس هومره پياوړې لوبډله نه ده پاتې، خو ایران اوس له پخوا څخه لا پياوړی شوی دی.

ایران د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې هم ولوبېده چې له ارجنټاین سره یې لوبې ډېر حیرانه کړل. د ارجنټاین وتلي لوبغاړي لیونل میسي په وروستیو شېبو کې پر ایران ګول وواهه، خو بیا هم په رسنیو کې د ایران لوبه او لوبغاړي ډېر وستایل شول.

عراق او کویټ بیا یو یو وارې د اسیا د ملتونو د جام اتلان شوي دي.

د فوټبال د چارو پوهان وړاندوینې کوي چې شاید کوربه هېواد اسټرالیا، جاپان، ایران او ازبکستان نیمه پایلوبو ته ووځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG