د لاس رسي وړ اتصالات

آسټرالیا ته په سلګونو پناه غوښتونکي پولیسو نیولي


د نورو د ټاپو چارواکي وايي چې د نورو په ټاپو کې یې د ۱۸۰ څخه زیات کسان وروسته له هغه نه نیولي دي چې د آسټرالیا د کډوالو په کمپ کې یې د خراب وضیعت له کبله په مظاهرو لاس پوري کړ. زیات شمیر کډوال چې په دې کمپ کې ژوند کوي د سیمه ایزو چارواکو له خوا د خراب وضیعت څخه ګیله لري او په غوصه دي چې د ژوند وضیعت یې ډیر خراب دی.

د نورو د ټاپو حکومتي چارواکي وايي چې شاوخوا ۴۰۰ کډوالو ته چې په نورو کې د اسټرالیا د کډوالو په کمپ کې یې ژوند کوی، ویزې ورکړل شوي دي چې په دې ټاپو کې د کډوالو د کمپ دباندي ژوند وکړي.

خو سره له دې چې کډوال د کمپونو څخه دباندي ایستل شوي دي اوس هم دوي ناراضي دي. په سلګونو کډوالو مظاهرې په لاره اچولي او د ژوند د مناسبو سهولتونو غوښتنه لري.

د نورو د ټاپو حکومتي چارواکي وايي چې ۱۸۳ کډوال د مظاهرو وروسته نیول شوي دي. حکومتي چارواکي پر مظاهره کونکو باندې تور لګوي چې د عامه ملاتړ د ترلاسه کولو دپاره یې مظاهرې شروع کړي وي او عامه نظم یې ګډوډ کړی دی.

خو این رنټول چې د کډوالو په طرفدارۍ د یوه ایتلاف غړی دی، د حکومت تورونه ردوي او وايي چې د نورو د ټاپو پولیسو زیاتی کړی دی.

رنټول داسې وايي ،،دا ډیره واضیح ده چې پولیسو پلان شوې مظاهرې ته چې نن بعد د ماپښین څخه پلان شوې وه، ځواب وایه. پولیسو پرون اخطارونه ورکړل چې که څوک په مظاهرو کې ګډون وکړي نو تر درو کلونو پوري به په بند محکوم شي. پولیس حتی ځینو کمپونو ته په خپله ورغلل او کډوالو ته یې خبرداری ورکړ چې مظاهرو ته به د کمپ د ننه ماسېوا بل ځای اجازه ورنکړل شي.،،

په نورو کې د کډوالو کمپ وروسته له هغه نه پرانیستل شو چې په ۲۰۰۱ کال کې آسټرالیا د دې کوچني ټاپو د حکومت سره موافقه وکړه چې د هغو پناه غوښتونکو دپاره به دغه کمپ پرانیزي چې د اوبو له لارې آسټرالیا ته ځانونه وررسوي او د آسټرالیا د حکومت څخه پناه غواړي.

دغه کمپ په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغه نه چې د کارګر ګوند په آسټرالیا کې انتخابات وګټل، وتړل شو. خو وروسته له هغه نه چې د کډوالو شمیر زیات شو د کارګر ګوند هم مجبوره شو چې د څلور کاله ځنډ وروسته دغه کمپ بیرته پرانیزي. په دې ټاپو کې اوس شاوخوا ۱۱ زره کډوال اوسېږي چې پاکستاني، سومالیايي او ایراني کډوال په کښي شامل دي.

آسټرالیا د پپو نیو ګیني د ټاپو په منوس سیمه کې هم دویم کمپ لري چیري چې کډوال په کښي اوسېږي.

په دغو دواړو کمپونو کې کډوالو څو واري د لوږې اعتصابونه او مظاهرې کړي دي. دوي د ناسم سلوک او جنسي تیریوو تورونه لګوي.

د آسټرالیا د حکومت د نوې پالیسۍ پر اساس پناه غوښتونکي به چې دغو ډواړو کمپونو ته لېږل کېږي، په آسټرالیا کې به د اوسیدو اسناد ترلاسه نکړي حتی که یې قضیې منظور هم شي. حکومت اصرار کوي چې دغه پالیسي یې ځکه غوره کړې ده چې آسټرالیا ته د پناه غوښتونکو مخه ونیسي.

خو منتقدین بیا وايي چې د آسټرالیا دغه پالیسي چې یادشویو ټاپوګانو ته کډوال لېږي، پر غریبو هېوادونو باندې فشار واردوي. په خپله د نورو د ټاپو حکومت چې په کښي د کډوال یو کمپ جوړ شوی دی، د ستونزو سره مخ دی ځکه په دې ټاپو کې د بې کارۍ کچه ۹۰ فیصده ده او روغتیايي سیستم یې هم د ستونزو سره مخ دی. دغه کوچنی جمهوریت ترزیاته برید پر بهرنۍ مرستې باندې اتکا کوي.

XS
SM
MD
LG