د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي پاڅون نه وروسته د بورکینا فاسو لومړني انتخابات


د ېکشنبې په ورځ په بورکینا فاسو کې له پنځو میلونو نه زیاتو رایو ورکوونکو په پارلماني او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایې ورکړې .

پخوانی جمهور رئیس بیلازې کمپورې چی د ٢٧ کلونو نه په قدرت کې و، پروسږکال د ولسي پاڅون په نتیجه کې مجبور شو چې قدرت خوشې کړي او یو انتقالي حکومت قبول کړي.

مگر دوه میاشتې مخکې د یوې ناکامې نظامي کودتاه نه وروسته دا ویره پیدا شوې وه چې ډیموکراتیکه پروسه به مختل شي. په بورکینا فاسو کې د انتخاباتو هدف دی چې په دغه نا کراره افریقایی هیواد کی ډیموکراسي برقراره شي.

په پایتخت اوگاډوگو کې سهار وختي د رایې اچولو د مرکزونو مخې ته رایې ورکوونکي په قطارونو کې ولاړ و.‌

د موسی بناو په نامه یوه رای اچوونکي امریکا غږ ته وویل:

" اوس بدلون پیل شوی .‌ مونږ غواړو چې له فرصت نه په استفادې د ولس واقعي مشران غوره کړو. همدا دلیل و چې مونږ وهڅیدلو چې د رایو اچولو مرکزونو ته دومره وختي راشو او په قطارکې ودریږو."

د پخواني جمهور رئیس کمپوری پرضد د بورکینا فاسو ولس یو کال مخکې راپاڅیده او په پراخه پیمانه یې د حکومت په خلاف مظاهرې وکړلې. هغه یې مجبور کړ چې وتښتي او په دی ترتیب د نوموړي د قدرت ٢٧ کلنه مستبده دوره پای ته ورسیده.

ښاغلي کپوري د دې لپاره چی څو کلونه نور هم په قدرت کی پاتی شي، پروسږکال د جولای په میاشت کې یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې د سترې محکمې او خپلو څو نږدې ملگرو په مرسته اساسي قانون بدل کړ.

خو خلک چی د کمپوري د حکومت د ٢٧ کلنې اوږدې دورې نه بیزاره شوي وو، په اساسي قانون کې یې یو طرفه بدلونونه رد کړل او احتجاجونه یې وکړل. کمپوري مجبور شو چې میدان خوشې کړي او په یوه بل هیواد کی پناه واخلي.

یو رای اچوونکي چی خپل ځان یی د محمد اوډراگو په نوم امریکا غږ ته معرفي کړ وویل چی د پارلمان او نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره رایې گیري په په هیواد کی د عدالت او انصاف د قایمولو په خاطر زمونږ د مبارزې برخه ده:

" زه نن په دې ویاړم اوفخر کوم چې په ازاده فضا کې رایې اچوم او دا د هغو کسانو پرضد زمونږ د مبارزې برخه ده چی مجبور مو کړل میدان خوشې کړي او وتښتي."

یوه بل رایی ورکوونکي چې په لومړي قطار کې یې د خپل نوبت انتظار کاوه او د احمدو اوانگا په نوم یی ځان امریکا غږ ته معرفي کړ، وویل چی د جمهور رئیس کمپوری په اوږده دوره کې مستحقو کسانو ته چا موقع نه ورکوله.

"دا لومړی ځل دی چې ماته موقع برابره شوې ده چې زه د خپلې خوښې کاندید ته رایه واچوم."

د جمهوري ریاست د مقام د گټلو لپاره ١۴ کاندیدان په میدان کې ولاړ دي او دوه ښځی هم په کی شاملی دي. توقع کیږي چی د کاندیدانو ترمنځ به رقابت سخت وي او لومړۍ نتیجی به نن د دوشنبې په ورځ څرگندی شي.​

تراوسه سمه نه معلومیږي چی څوک به یی وگټي مگرد نورو کاندیدانو له جملی نه دوه کاندیدان مخکې دي.‌ یو یې د مخالف گوند سلیقه دارمشر ذیفرین ډیبریي اوپخوانی صدراعظم مارک کرسټن کابوری دی. که چیرته یو کاندید هم پنځوس فېصده رایې ونه گټلې، دوهم ځلي انتخابات به وشي.​.

د انتخاباتو په مهال په ټول هیواد کی ٢٥٠٠٠ پولیسوا و عسکرو امنیت ساته.

XS
SM
MD
LG