د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون کار پیلوي


کږدې نهه میاشتې وړاندې د ملي یووالي مشرانو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په جوړیدلو موافقه کړې وه
کږدې نهه میاشتې وړاندې د ملي یووالي مشرانو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په جوړیدلو موافقه کړې وه

اجرائیه ریاست وایي، د افغانستان د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون، چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو د دغه حکومت د جوړیدلو پروخت پرې موافقه کړې وه، نږدې نهو میاشتو وروسته په روانه اونۍ کې کار پیلوي.

د اجرائیه ریاست یو ویاند جاوید فیصل امریکا غږ آشنا راډیو سره په خبرو کې وویل، د دغه کمیسیون د جوړیدلو په سر د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د اختلاف وړ ټول مسایل نږدې دوه میاشتې وړاندې حل شوي دي.

ښاغلي فیصل وویل " تاسو به د جمهوررئیس څخه اوریدلي وي پلان دا دی چې په دې هفته کې د ټاکنو د اصلاح د ځانګړي کمیسیون کار پیل شي، مونږ په دې هفته کې د کمیسیون کارته سترګې په لار یو او هیله لرو چې جمهوررئیس به نور د دې کمیسیون کار و نه ځنډوي".

د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په سر په شوې موافقه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړیدلو ته ځای ورکړل شوی دی. خو د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو د بڼې په سر د دواړو مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف د میاشتو میاشتو لپاره د دغه کمیسیون د کار پیل وځنډوه.

د همدې اختلافاتو په لړ کې هغه مهال، چې جمهوررئیس غني د حمل په میاشت کې په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو لپاره د میرمن شکریې بارکزۍ په مشرۍ کمیسیون جوړیدل اعلان کړل، د رئیسې په توګه د میرمن بارکزۍ ګمارل د اجرائیه رئیس عبدالله د مخالفت سره مخ شو او ورسره د اعلان شوي کمیسیون د کار پیل هم وځنډید.

خو اوس جاوید فیصل وایي چې دا ټولې مسلې هوارې شوې دي.

ښاغلي فیصل وویل " کمیسیون په غړو کې د تغیراتو مسله وه هغه نهایي شوې د کمیسیون لپاره په نوی رئیس توافق وو چې هغه شوی دی یعنی هی] داسې بله مسله نه ده پاتې چې هغه دې د کمیسیون د کار د ځنډ سبب شي ".

د اجرائیه ریاست دغه چارواکي د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو د کمیسیون د کار د پیل په باب دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره خپل وړاندیز د افغانستان جمهوري ریاست ته سپارلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمشنر محمد عزیز بختیاري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه وړاندیز کې د بل کال د ثور او یا سنبلې په میاشتو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو وړاندیز شوی دی.

ښاغلي بختیاري وویل " مونږ چې د کومو نیټو وړاندیز کړی یوه یې د ۱۳۹۵ کال د ثور میاشت ده او بله یې د ۱۳۹۵ کال د سنبلې میاشت ده یعنی بل کال ته مونږ ټاکنو ته جمتوالی لرو".

د افغانستان جمهوري ریاست هم وایي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ په ارګ کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارواکو سره د پارلماني ټاکنو د اعلان او ټاکنیز سیستم د اصلاح په مسلو خبرې کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلوک کمیسیون د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د کار په هکله وایي، چې هغوی د نوي کمیسیون د کار د پیلیدو په اړه معلومات نه لري.

ښاغلي بختیاري وویل "متاسفانه مونږ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په باب خبر نه یو، لکه چې خبر یاست د دغه کمیسیون غړي اعلان شول، رئیس سره یې مخالفت وښود دا چې نوي څه تغیرات راغلي د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرې خبر نه دی".

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دریځ پر خلاف د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د افغانستان ټاکنیز سیستم اصلاحاتو د کمیسیون د جوړیدو هرکلی کوي.

د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د هرو ټاکنو وروسته تیرو ټاکنو ته کتنه ضروري ده او په ټاکنیز سیستم کې اصلاحات په ټاکنو باندې د خلکو د باور پیدا کولو لپاره ډیر ضروري دي.

ښاغلي نادر محسني وویل "دا د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼو او په دې باور یو چې د قانون حکم باید پلی شي".

دمخه د دغه کمیسیون چارواکود ملي یووالي د حکومت له‌خوا د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح کولو د هڅو سره مخالفت ښودلی وو.

XS
SM
MD
LG