د افغانستان اجرائیه ریاست وایي چې د افغان حکومت او د افغان حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو د پیلیدو په صورت کې دوی د پاکستان منځګړیتوب ته اړتیا نه لري او که چیرې بل ځل دواړه خواوې د سولې خبروته سره کښیني نو خبرې به د پاکستان د منځګړیتوب پرته وشي.
د افغانستان اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې د خبرو د بیا پیلیدو په باب د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې تر اوسه د افغان حکومت او د افغان حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو د پیل په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وویل چې که چیرې د خبرو دوهم پړاو پیلیږي نو د خبرو ملکیت او مشرۍ به د افغان حکومت سره وي.
ښاغلي فیصل وویل "مونږ له پاکستان څخه هیڅ تمه نه لرو او له هغوی نه غواړو چې بیا هم د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنخ منخګړیتوب وکړي، که ددې وروسته دا بهیر پیل کیږي هم د پاکستان د مرستې او منځګړیتوب پرته به پرمخ لاړ شي".
د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب د سولې د خبرو دوهم پړاو د تیرې میاشتې په وروستیو کې د افغان حکومت له خوا د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر د خبریدو وروسته په کابل او یو شمیر نورو ښارونو د وسله والو طالبانو د خونړیو بریدونو د لړۍ د پیل په ټپه ودریدلې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له پاکستان غوښتي چې د سولې د خبرو میز ته د حاضرولو پرځای دې په دغه هیواد کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو مخه ونیسي چې د جمهور رئیس غني په وینا د افغان حکومت په وړاندې یې بغاوت کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني تیره ورځ د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د جمهور رئیس غني څرګندونې تکرار کړې.
په دغه خبرې کنفرانس کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شتاینمایر د افغاانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو غوښتنه وکړه وې ویل چې د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي او هلته به د پاکستاني چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړي.
ښاغلي شتاینمایر وویل "زه هیله مند یم چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې بیرته ښې شي، جرمني له پاکستانه غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه واخلي، له پاکستاني چارواکو سره د همدې موضوع د شریکولو لپاره سبا پاکستان ته ځم او هلته به هم دا موضوع مطرح کړم."
اسلام اباد ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر د سفر وړاندې دغه ښار ته د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکارې میرمن سوزان رایس هم سفر کړی او د پاکستان څخه یې د تروریزم په وړاندې په جګړه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول سره مخالفت په داسې حال کې ښودلی چې طالبانو نن په یو بیان کې په لومړي ځل دا منلې ده چې د دغې ډلې پخوانی مشر ملامحمد عمر اخوند د ۲۰۱۳ کال د اپریل په ۲۳ له دې نړۍ سترګې پټي کړي دي.
د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ د اعلان وروسته د طالبانو په لیکو کې د هغه په مشرۍ یو لړ اختلافونه هم رامنځ ته شول او حتی په ځینو سیمو کې دا اختلافونه په وسله والو نښتو بدل شول.
په پاکستان کې په څرګنده د طالبانو د چارواکو ترمنځ د پخلاینې د غونډو جوړیدو افغان حکومت دې ته اړ کړ چې په څرګنده له پاکستان وغواړي چې په خپله خاوره دې د دغسې حرکتونو مخه ونیسي.