د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست: په یوه میاشت کې ټاکنې نشي کیداې


د ولسي جرګې غړو د پارلماني ټاکنو د اعلان تر وخته د د دغې جرګې د کار دوام په باب دولسمشر غني د پریکړې ملاتړ کړی دی.
د ولسي جرګې غړو د پارلماني ټاکنو د اعلان تر وخته د د دغې جرګې د کار دوام په باب دولسمشر غني د پریکړې ملاتړ کړی دی.

اجرائیه ریاست د ولسمشر غنې د تېرې شپې د اعلامیې په تړاوو چې په یوه میاشت کې دننه به د پارلماني ټاکنو نېټه معلوموي مخالفت وښود.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په یوه میاشت کې دننه ټاکنیز اصلاحات امکان نه لري، چې راشي نو پدې خاطر په یوه میاشت کې دننه دا ناممکنه ده، چې د پارلماني ټاکنو نېټه دې معلومه شي.

جاوید فیصل وویل ‪"‬په یوه میاشت کې هیڅ ممکنه نده، تر هغه وخت د انتخاباتو د ځانګړي کمیسیون کار پای ته نه رسیږي، زمونږ لپاره ددغه کمیسیون کار شرط دی، د هغوی د کار په رڼا کې بیا مونږ د انتخاباتو لپاره وخت تعینولی شو، یو میاشت سم وخت ندی.‪"‬

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د پارلمان د کار د غځېدو په تړاوو یوه اعلامیه خپره کړه، پدغه اعلامیه کې د پارلمان د کار د غځېدو ترڅنګ ولسمشر ویلي، چې حکومت ژمن دی ترڅو د مسؤلو مراجعو له لارې په یوه میاشت کې دننه د پارلماني ټاکنو وخت ټاکنیز تقویم وټاکي.

خو ولسمشر په اعلامیه کې دا ويناء پداسې حال کې کړې ده، چې لا هم د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون پیل ندی کړی، که څه هم ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره کسان ټاکلي وو، خو اجرائیه رئیس ددغه کمیسیون په مشرۍ کې د شکریه بارکزۍ شتون نه وو منلی.

بل لورته د حقوقي چارو کاروپوهان بیا وايي، د ولسمشر او اجرائيه رئيس ترمنځ د ټاکنیزو اصلاحاتو په سر اختلاف دې حد ته رسېدلی، چې ان ولسي جرګې مهلت پای ته پکې ورسېد.

پارلمان

بل لورته د افغانستان ولسي جرګې نن په عمومي غونډه کې د ولسمشر غني له لورې د اعلامیې تائید وکړ.

د ولسمشر د تېرې ورځې په اعلامیه کې راغلي وو، پارلمان دې د اساسي قانون په اساس خپل کار ته تر هغو دوام ورکوي، چې د ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د جرګې مجلس ته اعلامیه ولوسته او د ولسي جرګې له غړو یې وغوښتل چې ایا بحث پرې وکړي او کنه؟

د ولسي جرګې اکثریتو غړو وویل چې دا موضوع دې له اجنډا وویستل شي.

د پنجشنبې په ورځ ولسي جرګې پدې تړاوو توند غبرګون درلود.

د ولسي جرګې غړي خالد پښتون وویل ‪"‬که څه هم دا اعلامیه د اساسي قانون خلاف وه، ولې د زمان د جبر په نظر کې نېولو سره د مجبورۍ حالت دی باید دا کار سوی وای.‪"‬

د ولسي جرګې په غونډه کې شکریه بارکزۍ په ولسمشر ان اعتراض وکړ، چې ولې یې داسې اعلامیه صادره کړې ده.

د سړک په سر له یوه عام سړي مې وپوښتل چې پدې کار څومره خوښ دی، لطیف په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي وویل ‪"‬پارلمان باید نه وای تمدید شوی.‪"‬

په پارلمان کې ځېنو غړو چې ویل یې استعفی به ورکوي، یوازې د کابل د خلکو استازي بکتاش سیاووش دومره وویل چې تر شپږو میاشتو پورې به معاش او امتیاز نه اخلي.

لا هم دقیقه نده معلومه چې فعلي ولسي جرګه به تر کله او تر کومې نېټې پورې خپل کار ته دوام ورکوي

XS
SM
MD
LG