د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د اویغور مسلمانانو غورځنګ یې ځپلی


د پاکستان ولسمشر ممنون حسن وايي په شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیات یې د اویغور مسلمانانو غورځنګ دړې وړې کړی دی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسن وايي په شمالي وزیرستان کې د پوځ عملیات یې د اویغور مسلمانانو غورځنګ دړې وړې کړی دی.

پاکستاني ولسمشر خپل چینايي سیال ته ویلي چې د عضب عملیاتو کې د ترکستان اسلامي غورځنګ دړې وړې شو.

پاکستان چین ته ډاډ ورکړی چې د ترکستان د مسلمانانو د غورځنګ نژدې ټول غړي یې وژلي دي، دغه غورځنګ د چین د سنګیانګ په ایالت کې په بغاوت او تاوتریخوالي تورن دی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسن بیجینګ ته د خپل څلور ورځڼي سفر پر مهال دا خبره کړې ده.

چین دعوه لري چې د سنکیانګ ایالت په نا امنیو کې اویغور جدایي پلوه اسلامپالي لاس لري.

چینايي چارواکي دا هم وايي چې د ترکستان اسلامي غورځنګ په پاکستان او افغانستان کې پناه ځایونه او روزنځایونه لري.

د پاکستان ولسمشر خپل چینايي سیال جن پنګ ته ډاډ ورکړی چې دوی د دغه غورځنګ نژدې ټول غړي وژلي دي.

د امریکا غږ د ارود څانګې د خبر په اساس، ښاغلي حسین ویلي"په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ عملیاتو کې د ترکستان د اسلامي غورځنګ نژدې ټول غړي وژل شوي دي. فکر نکوم چې زموږ په خاوره کې دې د دغه غورځنګ کوم غړی پاتي وي".

ضرب عضب هغه عملیات دي چې د پاکستان پوځ له تېر کال راهیسې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې د اورپکو د شړلو او ځپلو په موخه پیل کړي دي.

پاکستاني پوځ وايي تراوسه یې په دغو عملیاتو کې شاوخوا درې زره اورپکي وژلي دي، ګڼ نور یې ژوبل کړي او ډېر یې له سیمې تېښتې ته اړ ویستي دي.

د چین د سنګیانګ په ایالت کې له تېرو څو کلونو تاوتریخوالی روان دی چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

چین په دغه تاوتریخوالي کې مسلمان ایغوریان ګرم بولي اوله پاکستان نه غوښتي چې د ترکستان د اسلامي غورځنګ د ډلې پر ضد اقدام وکړي.

حقاني ډله او طالبان

پاکستاني چارواکو دغه راز ویلي‌ چې د عضب په عملیاتو کې یې د حقاني ترهګره ډله او پاکستاني طالبان یې هم سخت ځپلي دي.

افغان چارواکي په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر روانو عملیاتو شک ښيي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په تازه څرګندونو کې پر پاکستان تور لګول شوی چې د حقاني شبکې د ځپلو لپاره یې څه نه دي کړي.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د حقاني شکبه یې ځپلې او اوس دغه شبکه تر پاکستان په افغانستان کې ډېره فعاله ده، خو افغانستان وايي چې دا خبرې د پاکستان د تېرو خبرو تازه تکرار دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG