د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد: د کرکټ ملي ټیم ته په راستنیدو ډیر خوشحاله یم


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی شهزاد محمدي له ملي ټیم څخه د څو میاشتو بهر پاتې کیدو وروسته بیرته په ملي ټیم کې شامل شویدی.

شهزاد به د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره د سکاټ لینډ او ایرلینډ په راتلوونکو سیالیو په ټیم کې لوبه وکړي.

شهزاد محمدي د کرکټ په ډگر کې افغانستان ته ډیر خدمتونه کړي
شهزاد محمدي د کرکټ په ډگر کې افغانستان ته ډیر خدمتونه کړي

شهزاد محمدي چې دا وخت د تمریني سیالیو دپاره لندن کې دی، د لندن نه د ټیليفون دلارې ېې امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دی ډیر خوشاله دی چې بیرته ملي ټیم ته راستون شوی.

هغه وايي چې اوس به دی کوشش کوی چې خپل وطنوال او مینه وال په خپله لوبه خوشاله کړي.

شهزاد محمدي وايي چې دوي د راتلونکو سیالیو د گټلو او یو ځل بیا نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د نوم ځلولو ته پوره هوډ کړیدی.

د لندن په تمریني سیالیو کې شهزاد یوه سلیزه او یوه پنځوسیزه هم وهلې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00

XS
SM
MD
LG