د لاس رسي وړ اتصالات

په یو دوه ورځو کې د ولایتي شوراګانو په هکله پریکړي کیږي


نادر محسنی د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون ویاند(ارشیف)
نادر محسنی د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون ویاند(ارشیف)

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویاند نادر محسیني امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ به ناوخته او یا هم د پنجشنبې په ورځ دا کمیسیون د ولایتي شوراګانو د پایلو په باب خپلې پریکړې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږي.

ښاغلي محسیني وویل چې نن هم د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې کار روان دی او دوی تمه لري چې ډیر ژر به د ولایتي شوراګانو د پایلو په باب خپلې پریکړې بشپړې کړي.

هغه وویل" مونږ تمه لرو چې د چهارشنبې د ورخې تر پایه او یا هم د پنجشنبې په ورځ د خپلو پریکړو وروستۍ پایلې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته وسپارو".

ښاغلي محسیني وویل چې په ډیرو ولایتونود ولایتي شوراګانو په پایلو کې بدلون راغلی خو هغه دا ونه وویل چې دا بدلون څومره دی.

هغه زیاته کړه چې په پایلو کې بدلون به د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون په سیستم کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پریکړو د داخلولو وروسته د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا اعلان شي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي پړاو د ټاکنو سره یو ځای د حمل په شپاړسمه ورځ ترسره شوي وي خو د جمهوري ریاست د ټاکنو ددوهم پړاود جنجالو له امله د ولایتي شوراګانو د ټاکنود پایلو اعلان وځنډیده.

که چیرې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دولایتي شوراګانو په پریکړو اعتراض و نه لري خو ددې امکان شته چې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې د بلې اونۍ په منځ کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG