د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن د کنفرانس دمخه د نوې کابینې د جوړولو هڅې


ارشیف
ارشیف

ولسي جرګې ته د نوې کابینې د معرفي کولو په سر لا هم د جمهورریس غني او اجرائیه ریس عبدالله ترمنځ د نظر یووالی نشته دی.

د ولسي جرګې یوه غړې میرمن هیله ارشاد چې د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې یې د جمهورریس اشرف غني د ټاکنو د کمپاین د غړې په توګه کار کوه وایي چې ټاکل شوې ده جمهورریس به د بلې اونۍ تر وروستیو پورې د خپل حکومت د یو شمیر مهمو وزارتونو لپاره تر اوو تنو پورې وزیران ونوموي او ولسي جرګې ته به یې ولیږي.

میرمن ارشاد امریکا غږ ته وویل چې ولسي جرګې ته په معرفي کیدونکو نومول شوو وزیرانو کې د بهرنیو چارو، او امنیتي سکټور پورې د مربوطو وزیرانو سربیره به د ملي امنیت لپاره هم یو تن دغې جرګې ته معرفي شي.

میرمن ارشاد وویل" زه ډاډه یمه چې د لندن د کنفرانس دمخه به دغو دوو امنیتي او اقتصادي سکټورونو ته چې خورا مهم دي او د لندن په کنفرانس کې به لوی رول ولوبوي معرفي کړي".

میرمن ارشاد هم دا مني چې لا هم د دواړو مشرانو ترمنځ په دې هکله د نظر یووالی نشته خو هیله یې داده چې د بلې اونۍ ترپایه به جمهورریس او اجرائیه ریس په دې مسله موافقې ته سره ورسیږي.

خو ولسي جرګې یو بل غړی سید حسین عالمي بلخي چې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په ټاکنو کې یې د اجرائیه ریس عبدالله ملاتړ کوه بیا وایي چې ښاغلی عبدالله غواړي چې ټوله کابینه په یو ځل ولسي جرګې ته ور وپیژني.

عالمي بلخي امریکا غږ ته وویل چې اجرائیه ریس هم دا غواړي چې د لندن د کنفرانس دمخه نوې کابینه ولسي جرګې ته معرفي شي خو دا چې د کابینې یوه برخه معرفي او بله برخه یې معرفي نه شي دوی ورسره موافق نه دي.

بلخي وایي "له دې لپاره چې د اقتصاد په سکټور یو واحد نظر شتون نه لري نو که ټوله کابینه معرفي نه شي دا به هیڅ امکان ونه لري چې سکټوري وزارتونه معرفي کړو".

بلخي وايي چې یو وړاندیز ترتیب شوی که جمهورریس او اجرائیه ریس پرې موافقه وکړي نو بیا به ټوله کابینه ولسي جرګې ته واستول شي.

د افغانستان جمهورریس اشرف غني د لوړې د مراسمو وروسته په پنځه څلویښت ورځو کې کابینې د جوړولو وعده کړې وه خو بیا وروسته جمهورریس غني وویل چې دې د کابینې د جوړولو په برخه کې بیړه نلري.

یو لوړ پوړي افغان چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې جمهورریس اشرف غني او اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله په نوې کابینې کې د وزارتونو پر وېش سلا شوي خو، دا چې څوک چیرته وزیر شي؟ په دې اړه لا وروستۍ پرېکړې ته رسیدلي نه دي.

د افغان حکومت دغه چارواکي چې د نوم په نه یادولو یې ټېنګار وکړ، وویل دواړو غاړو موافقه کړې ده چې، د دفاع او ماليي چارو وزارتونو ته به جمهورریس او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته به اجرایوي ریس، خپل خپل نوماندان معرفي کوي.

دغه سرچینه وايي جمهورریس د کابینې د غړو په ټاکلو او ګمارلو کې پر ځانګړو معیارونو ټېنګ ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG