د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوری ریاست د اتخاباتو د رایو تفتیش بیا ځنډیدلی دی


د افغانستان د انتخاباتو کمسیون اعلان کړیدی چې د جمهوري ریاست د دویم واري انتخاباتو د رایو شمیرل او تفتیش د اختر تر څلورمې ورځې پورې بیا معطل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي په دغه موده کې باید دواړه کاندیدان خپل اختلافات حل کړي.

د خپلواک کمیسیون غړی گلالي اڅکزی وایي چې د اختر د رخصتیو په مسلې علاوه دواړه کاندیدان د رایو د تفتیش او بیا شمیرلو په برخه کې تخنیکي ستونزې لري. کله چې د رایو شمیرل شروع شول په ځینو معیارونو کې اختلافونه را برسیره شول.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د سازمان ریس جانداد سپین غر د امریکا غږ آشنا راډیو ته په مرکه کې وویل چي په اصل کې خو اول داسې تمه کیده چې د سیاسي موافقو نه وروسته زر تر زره د ملگرو ملتونو او د کمسیون د معیارونو د عملي کولو دپاره طرزالعملونه جوړ شي ،بیا پرې د دواړو کاندیدانو نظر واخستل شي او په جدیت تطبیق شي. خو متاسفانه دغه کار و نه شو، نو ځکه پدغه کار کې خنډ او ځنډ راغی.

خو جانداد سپین غر وایي چې تخنیکیي ستونزې ډیرې دي نو ځکه دا ډیره ضروري ده چې دغه جنجال له بنیاده حل شي یعنی د سیاسي حل په جزییاتو د کاندیدانو ترمنځ موافقه وشي.

خو د ولسې جرگې پخوانی غړی او قانون پوه کبیر رنجبر وایي د جان کیري په منځګړیتوب د انتخاباتو په سر د را پیدا شوي بحران د حل لپاره د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موافقې، نور جنجالونه را پیدا کړیدي او که دا روان جنجال د قانون په زور حل نه شي نتیجه نه ورکوي.

ښاغلی رنجبر وایي د و حدت ملي د حکومت نه د جان کیري مقصد دا نه ؤ چې بایلونکي کاندید ته دې په حکومت سهمیه ورکړل شي. د هغه د خبرې غلطې تعبیر شویدي .

ښاغلی رنجبر زیاتوي چي آیا په امریکا کې کله داسي شویدي؟ هر گوند چې بریالی شوی، هغه حکومت جوړ کړی، بایلونکي د مخالف گوند په حیث بل دور انتخاباتو ځان تیار کړیدی.

مگر که په افغانستان کې اوس د سهمیو او ونډو په اساس حکومت جوړیږي، هغه به د وحدت ملي حکومت، نه، بلکه د نفاق ملي حکومت وي. نو باید دا مسله د افغانستان د اساسي قانون پر بنا حل شي، پرته له دې بله چاره نشته.

please wait

No media source currently available

0:00 0:16:01 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG