د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغان ټاکنیز بنسټونه دې اصلاح شي


មនុស្សម្នា​សម្តែង​របាំ​នាគ​ជា​រាង​នៃ​អក្សរ​ចិន ដែល​មាន​ន័យ​ថា «ឳពុក» ដើម្បី​ប្រារព្ធ​ទិវា​បុណ្យ​ឳពុក នៅ​ក្នុង​ក្រុង Yueyang ខេត្ត Hunan ប្រទេស​ចិន។
មនុស្សម្នា​សម្តែង​របាំ​នាគ​ជា​រាង​នៃ​អក្សរ​ចិន ដែល​មាន​ន័យ​ថា «ឳពុក» ដើម្បី​ប្រារព្ធ​ទិវា​បុណ្យ​ឳពុក នៅ​ក្នុង​ក្រុង Yueyang ខេត្ត Hunan ប្រទេស​ចិន។

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکې ډلې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د ارزونې په وروستي راپور کې ویلي چې د افغانستان ټاکنیز بنسټونه لازمو اصلاحاتو ته اړتیا لري او که د درغلیو د مخنیوي لپاره تدابیر و نه نیول شي، ښايي په آینده کې هم سمې ټاکنې و نه شي او پراخې درغلۍ رامنځ ته شي.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د ارزونې د ډلې مشر تیجس برمن خبریالانو ته وویل د ټاکنو کمیسیونونه باید خپلواکه او د صلاحیت لرونکي شي او د یوې خپلواکې کمیټې له خوا دې د ټاکنو د کمیسیونونو کمیشنران غوره شي.

ښاغلي برمن چې د تېرو جنجالي ولسمشریزو ټاکنو د ارزونې راپور خپراوه، وویل هر څه ژر دې د ټاکنو د اصلاحاتو کمېټه معرفي شي او ددې کمېټې د غړو په ګمارلو کې دې ځنډ نه کیږي.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د ارزونې د ډلې مشر دا ډول وویل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو درغلي کوونکي دې مجازات شي.

ښاغلي برمن وویل‪"‬ تاسې به غوره د ټاکنو اصلاحات راولئ، تاسې به ښه قوانین جوړ کړئ، خو که درغلي کوونکي مجاز نه شي، درغلۍ به بیا وشي. زما په نظر دا مهمه ده، هغه کسان چې په درغلیو کې لاس لري، تر عدليي تعقیب لاندې ونیول شي. خو که عدلي تعقیب نه وي، د دا ځل ټاکنو په څېر به درغلۍ بیا هم وشي.‪"‬

ښاغلي برمن وویل اوه میاشتې یې له ټاکنو څارنه کړې او د ټاکنو په مهال یې ۴۱۰ څارونکي لرل، هغه دا هم وویل د ټاکنو له تفتیش وروسته د درغلیو د کچې معلومات نه لري خو باور یې دا دی چې له اته سوه زره رایو زیاتې رایې د درغلیو وې.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د ارزونې د ټیم مشر له تفتیش وروسته د ټاکنو د وروستیو پایلو په نه اعلان تاسف ښکاره کړ، نوموړي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت په سر جوړ جاړی یوازینۍ لاره وبلله چې د ټاکنو لانجې ته یې د پای ټکی کېښود.

د اروپايي ټولنې د ټاکنو د ارزونې دا ډله په داسې حال کې خپل وروستی راپور خپروي، چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو نېږدې دوه نیمې میاشتې تیریږي خو لا هم ولسمشر اشرف غني او اجرائیوي رئيس عبدالله د کابینې د جوړولو په سر موافقې ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG