د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی طالب قومندان: د داعش لپاره زیات تبلیغات کیږي


سید اکبر اغا د طالبانو دغه پخوانی قومندان له تېرو یو نیم کال راهېسې د افغانستان د خلاصون د لارې په نوم د سولې هڅې پیل کړي دي
سید اکبر اغا د طالبانو دغه پخوانی قومندان له تېرو یو نیم کال راهېسې د افغانستان د خلاصون د لارې په نوم د سولې هڅې پیل کړي دي

پخوانی طالب قومندان اکبر اغا چې نن شنبه په کابل کې د عیدګاه په مسجد کې یوې غونډې ته خبرې کولې، دا ډول وویل چې ځینۍ کړۍ لګیا دي، ترڅو داعش پیاوړی وښيي، او له دغې لارې طالبان او داعشیان په خپلو کې په جنګ واچوي.

اکبر اغا وویل ‪"‬طالب د افغانستان په ټولو منطقو باندې مسلط دی، د داعش لپاره تبلیغات درې مفهومه لري، دا تنظیم په خپلو منطقو کې قوی دی، دلته یې هم خلک مطبوعاتو ته راباسي، پدې کې خلک خپل مطالب او غرضونه لري، دا خلک غواړي، چې نور اختلافات ایجاد کړي او سولې ته خنډ شي.‪"‬

د طالبانو دغه پخوانی قومندان له تېرو یو نیم کال راهېسې د افغانستان د خلاصون د لارې په نوم د سولې هڅې پیل کړي دي، نوموړي نن وویل چې د سولې لپاره خلک بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

اکبر اغا چې د طالبانو له ماتې وروسته زندان هم لیدلی، اوس د افغانستان د خلاصون د لارې د عالي شورا مشري کوي، دا شورا په پام کې لري، ترڅو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې دفترونه پرانیزي.

سید اکبر اغا وایي چې له دغې لارې د زرګونو کسانو یوه شبکه جوړه کړي او ددې شبکې له جوړېدو سره به په حکومت او طالبانو د سولې په تړاوو فشارونه وارد شي.

اکبر اغا وویل دا زرګونه کسان چې د هر ولایت استازي به پکې غړیتوب ولري په افغان حکومت او طالبانو عملا سولې ته د غاړې ایښودلو لپاره فشار راولي.

اکبر اغا وویل افغان حکومت او هم طالبان سوله یو په تحمیلوي او حکومت باید سولې لپاره قرباني ورکړي.

هغه وویل ‪"‬حکومت دې قرباني ورکړي، تر چوکۍ او دې کار دې تیر شي، او دا دې ووايي، که طالبان له سره را سره انتخابات غواړي ورسره یې کوم، که طالبان په واک او قدرت کې شراکت راسره وغواړي، زه یې ورسره کوم، هغه چې په افغانستان کې یوه مناسبه طریقه وي،، نو زما په فکر سره په افغانستان کې سوله ډېره اسانه ده.‪"‬

نوموړي په ورته وخت کې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون د ناامنۍ د ډېرېدو لامل وګاڼه.

پدغه غونډه کې نورو ویناءوالو بیا ویل، چې په حکومت کې داسې کړۍ شته چې نه غواړي له طالبانو سره سوله او مذاکره وشي.

مولوي سید اکبر اغا د طالبانو هغه پخوانی قومندان دی چې په کابل کې د دې دمخه هم دغسې غونډې جوړي کړي دي .

هغه وايي، جګړه نوره د حل لاره نده او باید سوله او مذاکره وشي او په ويناء یې اسانه هم ده.

XS
SM
MD
LG