د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا او بلخ کې ځانمرګي برید او چاودنې نهه تنه ووژل


د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي چې د پیښې ټپيان د دغه ولایت مرکز ښرنې روغتون ته انتقال شوي
د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي چې د پیښې ټپيان د دغه ولایت مرکز ښرنې روغتون ته انتقال شوي

د پکتیکا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولا یت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې په يوې چاودنې کې لږ تر لږه شپږ ملکي کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاالله فضلي امريکا غږ اشنا ته وويل، چاودنه تر غرمې مخکې د ولسوالۍ د بازار په يوې نانوايۍ کې شوې، چې خلکو ډوډۍ رانيوله.

ښاغلي فضلي وویل په وژل شويو کې درې ماشومان او درې سړي دي.

نوموړی وايي، چې ټپيان د مرکز ښرنې روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت ښه ښودل شوی دی.

عطاالله فضلي وويل، چې تر اوسه د پېښې نوعيت ندی څرګند شوی، خو د يحيی خېلو ولسوال موسی جان خروټي امريکاغږ ته وويل، له نښو نښانو او له پاتې شونو داسې ښکاري، چې ځانوژونکې حمله ده.

خروټي وويل، چې د چاودنې پرمهال د پېښې په ځای کې هيڅ حکومتي مامور يا امنيتي کس ندی ليدل شوی، خو زياته کړه، چې له نانوايۍ سره پوليسو قرار داد درلود.

عيني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې نانوايي په بشپړ ډول نړيدلې او شاوخوا نورو دوکانونو ته يې هم زيان اړولی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د بلخ ځانمرګی برید

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري امریکا غږ اشنا ته وویل سهار مهال یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ د نوآباد په سیمه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عملې موټر مخکې ځان والوزوه.

په دغه برید کې د ښاغلي قادري په وینا درې سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور پوځي منسوبین ټپیان شوي دي.

د بلخ د ولایت د پولیسو د امنیت امر وویل چې په ټپیانو کې جګ پوړې صاحب منصبان هم شامل دي.

هغه وویل چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو دغه کارکوونکي د خپل کار په لور د حرکت په حال کې وو چې مینې بس موټر یې له ځانمرګي برید سره مخ شو.

د بلخ د حوزوي روغتون سرطبیب خواجه نورمحمد فیض د پیښې په ځای کې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تر اوسه یې د پیښې له ځایه درې مړي او ۲۰ ټپیان روغتون ته لیږدولي دي.

خو په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پیښې له ځایه یې روغتون ته پنځه مړي او ۲۰ ټپیان لیږدولي دي.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG