د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد په تور د فوټبال د نړیوال فدراسیون د چارواکو نیونه


د فرانسې د فوټبال د فدراسیون مشر دا کار د فوټبال لپاره یو تور داغ وباله.
د فرانسې د فوټبال د فدراسیون مشر دا کار د فوټبال لپاره یو تور داغ وباله.

د امریکا د متحده ایالاتو د عدلیې وزیره لوریتا وایي د "کوپا امریکا د فوټبال د ٢٠١٦ کال د تورنمنت د لوبو د پلان کولو په اړوند پلټوونکو د ١١٠ میلیونو ډالرو د رشوت اخیستنې په اړوند اسناد موندلي دي چې د لومړي ځل لپاره په امریکا کې ترسره شو.

هغه وایي دا یواځې دا فساد صرف یو مثال دی چې فوټبال او د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا یې په غوسه کړی دی. امریکایي پلټونکو په ١۴ کسانو باندې د باج اخیستنې په گډون یو شمیر تورونه لگولي دي چې په نتیجه کې یې د فیفا ٧ چارواکي په سویس کې ونیول شول. دا نیونه د امریکایي چارواکو په غوښتنه شوې او تورن کسان به متحده ایالاتو ته وسپارل شي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون دغه اوسني او پخواني چارواکي د ٢٠١٨ او ٢٠٢٢ کلونو د فوټبال د نړیوالو جامونو د لوبو د ترسره کیدو د امتیاز د ورکولو په اړوند په لوی فساد تورن شوي دي چې په قطر او روسیه کې ترسره کیږي.

د فیفا دغه چارواکي په داسې حال کې ونیول شول چې د سویس په پلازمیه زوریخ کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د مشرتابه د ټاکنو د بهیر په گډون د روانې اونۍ یو لړ غونډو ته راټول شوي وو.

د فساد په ضد د امریکا د متحده ایالاتو فیدرالي ادارې د سویسي مقاماتو څخه ددغو تورنو د توقیف کولو غوښتنه کړې وه. له دغو کسانو څخه به سویسي مقامات هم جلا پلټنې وکړي.

د سویس په زوریخ کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مرکز
د سویس په زوریخ کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون مرکز

د سویس قضایي فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دغو کسانو په دوسیه کې د هغه څه د پاسه سل میلیونه امریکایي ډالرو د رشوت اخیستو مسئله هم شامله ده چې په متحده ایالاتو او جنوبي امریکا کې د ١٩٩٠ لسیزې د فوټبال د تورنمنتونو د ترسره کیدو پر مهال د تجارتي معاملو سره تړاو لري.

د متحده ایالتونو چارواکي وایي چې دا تورونه د فیفا د څه د پاسه لس تنو چارواکو پر ضد شوي دي او د نن ورځې نیونې د څو کلنو د پلټنو نتیجه ده.

د فیفا د عامه اړیکو رئیس والتر دي گریگوریو په ژنېو کې د یوې خبري غوڼډې پر مهال د نن ورځې نیونې د فیفا لپاره یو ښه کار وباله " دا د فیفا لپاره ښه کاردی. د فیفا د پرستیژ او اعتبار لپاره ښه کار ندی خو د دې ادارې د تصفیه کولو، او د ټولو هغو کارونو لپاره چې موږ په څلورو کلونو کې ترسره کړل ښه دي او د اصلاحاتو لپاره ښه کار دی."

خو د فوټبال نړیوالې ټولنې د ننني خبر په هکله په حیرانتیا سره غبرگون وښود. د فرانسې د فوټبال دفدراسیون مشر دا کار د فوټبال لپاره یو تور داغ وباله" زه ستاسو او د نړیوالو په شان حیران پاتې یم. او پدې چې دا کار فوټبال ته څه ډول نوم او تصور ور کوي، د هغه په اړه ډیر خواشینی یم."

د فیفا د مشرتابه لپاره کاندید شهزاده علي بن الحسین هم دغه کار د فیفا لپاره یو خواشینوونکی خبر وباله "بلې، شفافیت هغه ټکی دی چې زیاتره وخت استعمالیږي خو اوس دې ته اړتیا ده چې دا ټکی عملي شي، او زه غواړم د هغه د پلي کېدو ضمانت وکړم. موږ باید هېڅ پټ نکړو، دا د نړۍ ترټولو مشهور ورزش دی او له ټولې نړۍ سره تړاو لري. موږ باید ددې ادارې اعتبار بیرته اعاده کړو."

د فیفا برحال رئیس سېپ بلتر د تورنو کسانو په ډله کې شامل ندی. ښاغلی بلتر د پنځم ځل لپاره خپلې څوکۍ ته ځان کاندید کړی او ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې د جمعې په ورځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG