د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو د شورا لومړې غونډه


ولسمشر احمدزی او اجرائیه ریس عبدالله د لوړې مراسم (ارشیف)
ولسمشر احمدزی او اجرائیه ریس عبدالله د لوړې مراسم (ارشیف)

د ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر له توافق وروسته د لومړي ځل لپاره د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د وزیرانو د شورا لومړنۍ غونډه وشوه.

د نوي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې ځای ناستو وزیرانو ته وویل، سره له دې چې افغانستان له سترو ستونزو سره مخامخ دی نو ددې ستونزو په پام کې نیولو سره باید وخت له لاسه ورنکړي ځکه چې ولس له دوی څخه زیاتې تمې لري.

د اجراییه رئیس پر وینا، د ملي وحدت حکومت باید ولس ته ځواب ویونکی واوسي او دا هغه ژمنه ده چې دوی له ولسمشر احمدزي سره کړی ده.

ښاغلي عبدالله له سرپرستو وزیرانو څخه وغوښتل چې د وزیرانو د شورا په راتلونکې نوبتي غونډه کې هغه کارونه چې دوی یې په عملي کولو بریالي شوي نه دي راتلونکې اونۍ یې په کتبي بڼه ده ته وسپاري.

هغه وویل " هغه کارونه چې د ځینو لاملونو پر بنسټ تاسې یې پر عملي کولو بریالي نشوی په لنډه او واضحه توګه په لیکلي بڼه راته وسپارئ، زه یې بیا په نورو غونډو کې له ولسمشر سره شریکوم او ستاسې له تجربو نه به ګټه پورته کړو."

اجراییه رئیس زیاته کړه کله چې ټاکنې ترسره کیږي پر کابینې اغیزې پریږدي خو دا په دې مانا نه ده چې د ځای ناستو وزیرانو په صفت د دولتي ادارو کارونه په ټپه ودریږي.

ښاغلي عبدالله د نننۍ غونډې په اجنډا کې د مالیې له سرپرست وزیر حضرت عمر زاخیلواول څخه وغوښتل چې د ملي عوایدو او هغه ګونګسې چې ویل کیږي عادی بودیجه صفر ته رسیدلې په اړه معلومات ورکړي.

په همدې توګه اجراییه رئیس د کرنې او اوبو لګولو، فواید عامې، عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو څخه وغوښتل چې غونډې ته خپل ګزارشونه وړاندې کړي.

دغه راز د اجراییه رئیس لومړي مرستیال محمد خان وویل که د اوسنۍ کابینې یو شمیر غړي په راتلونکې کابینې کې نه وي بیا هم د هغوي له تجربو او مشورو څخه به ګټه پورته کړي.

انجنیز محمد خان د کابینې له غړو وغوښتل چې بهرنیو هیوادونو ته د سفر پر ځای د افغانستان ولایتونو او کلیو ته په دوامداره توګه سفرونه وکړي چې ولس ځان له حکومت څخه پردی و نه ګڼي او د دولت او خلکو په منځ کې رامنځ ته شوی واټن ورک شي.

په همدې توګه د اجراییه رئیس دویم مرستیال حاجي محمد محقق وویل ولس له دې امله په اندېښنه دې چې په وزارتونو کې کارونه په ټپه ولاړ دي ځکه چې ځای ناستي وزیران د نویو وزیرانو د راتلو په تمه ناست دي.

ښاغلي محقق له سرپرستو وزیرانو وغوښتل چې د نوې کابینې تر جوړیدو دې خپلو کارونو ته د تیر په څیر دوام ورکړي.

د ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییه ریس عبدالله عبدالله تر منځ د ملي یووالي حکومت په توافق لیک کې پر دې سلا شوې چې د وزیرانو د شورا غونډې په اونۍ کې یو ځل د اجراییه رئیس په مشرۍ او په میاشت کې یو ځل د کابینې غونډه د ولسمشر په مشرۍ جوړیږي.

XS
SM
MD
LG