د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه پخواني وزیران سترې محکمې ته معرفي شول


د لویې څارنوالۍ ویاند محمد بصیر عزیزي
د لویې څارنوالۍ ویاند محمد بصیر عزیزي

د افغانستان لویې څارنوالۍ د پنځو پخوانیو وزیرانو دوسیې چې د اختلاس او له دندې نه د ناسمې ګټې اخېستې تور پرې لگیدلی دی، سترې محکمې ته د عدلي تعقیب لپاره ولېږلې.

د ټرانسپورټ پر دوو پخوانيو وزیرانو عنایت الله قاسمي او حمید الله قادري، د اقتصاد په پخواني وزیر جلیل شمس، د سوداګرۍ په پخواني وزیر محمد امین فرهنګ او د کانونو په پخواني وزیر محمد صدیق ایشان تورونه دي، چې په اختلاس او له دندو نه په ناوړې ګټې اخېستنې کې ښکیل ول.

د لویې څارنوالۍ ویاند محمد بصیر عزیزي خبریالانو ته وویل ‪"‬د هغو وزیرانو چې دوسیې یې محکمې ته ولېږدول شوې، د پنځو وزیرانو، او نور هم داسې وزیران شته، چې دوسیې به یې د عدلي تعقیب تر دوران لاندې ژر ونیول شي، د دوی جرمي اتهام اختلاس هم دی، له دندې د ناوړې ګټې اخېستنه هم وه، د هیواد د نافذه قوانینو په اساس هغه وزیران چې د وزارت په مهال د جرم مرتکب کیږي، ځانګړې محکمه دې ورته تشکیل شي، ځانګړې محکمه به ورته دایریږي، هغه محکمه به صلاحیت ولري، چې دا دوسیې بررسي کړي.‪"‬

د لویې څارنوالۍ ویاند و نه ویل چې د کومو نورو وزیرانو دوسیې به سترې محکمې ته ولېږل شي، خو دومره یې وویل چې په نېږدې وختونو کې به نورې دوسیې هم محکمې ته لاړې شي.

کابل بانک

د لویې څارنوالۍ ویاند د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ته مهلت ورکړ، چې د ملي بانک او د نوي کابل بانک رئيسان محب الله صافی او مسعود موسی غازي چې له افغانستان وتي او د کابل بانک په قضیه کې ښکېل وو او پخوا محکمې محکوم کړي وو، دوی ته ور وسپاري. څارنوالي وايي، چې د ماليې وزارت او د افغانستان بانک ددغو دواړو ضمانت کړی و.

د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې د کابل بانک د قضیې له یوویشت محکومینو اوه تنه یې نېول شوي، دوه له پخوا په بند کې وو او پاتې نور له افغانستان بهر دي.

د څارنوالۍ ویاند د افغانستان بانک د پخواني رئيس عبدالقدیر فطرت په تړاو وویل چې د هغه د اوسېدنې له هیواد سره یې اړېکې نیولي دي. عبدالقدیر فطرت په امریکا کې اوسيږي. د لویی څارنوالۍ ویاند وایي د هندي ښکېلو په تړاو هم د هند له سفارت سره په تماس کې شوي دي.

څارنوالي وايي، د افغان ولسشمر اشرف غني احمدزي د مهالوېش سره سم یې اجرآت کړي دي. ښاغلي عزیزي وویل له اوه بهرنیو هیوادونو سره هم په تماس کې دي، چې د کابل بانک ملکیتونو او یا د پیسو لېږد معلوم کړي.

هغه وویل د کابل بانک دوسیې د استئناف محکمې ته تللي دي او ژر به قضائي جلسه دایره شي.

د څارنوالۍ ویاند د کابل بانک د مقروضینو په تړاوو وویل هغو مقروضینو چې خپلې قرضې د کابل بانک د تصفیې مدیریت ته ورکړي وي، دعوه پرې نه جوړیږي.

هغه وویل د پخواني ولسمشر ورور محمود کرزی له دغه بانک قرضداره وو او خپلې قرضې یې بانک ته سپارلي دي، نوموړي د حصین فهیم چې د پخواني مرستیال ولسمشر مارشال قسیم فهیم ورور دی، په اړه هم وویل چې د کابل بانک مقروض دی او قرضې یې تادیه کړي دي.

ولسمشر احمدزي د واک په دوهمه ورځ د کابل بانک د فساد قضیه بېرته پرانسته او لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ته یې ددې قضیې د پلټنې مهلت وټاکه.

کابل بانک څلور کاله وړاندې له بحران سره مخ شوی او ددغه بانک نېږدې یو ملیارد ډالر ورک شول.

XS
SM
MD
LG