د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس غونډي په غزه کې د اوربند په غزولو ټینگار وکړ


د امریکا د بهرینو چارو د وزارت خبریال سکاټ سټرن د پاریس څخه په خپل راپور کي واېې د فراسني د بهرینو چارو وزیر لاورنټ فابیوس سره د بریتانیا، جرمني، قطر، ترکي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چار وزیرانو په ملاقات کې په دې ټینگار وشو چې لنډ مهاله اوربند دې وغځول شې.

دوی ویلي دي " موږ په ټولو خواو ټینگار کوو چې د خبرو له لارې دې یو دومداره اوربند وکړي، چې د اسرایلو امنیتي اندېښنې ختمې او د فلسطینیانو هېلې پوره کړي چې هغه اقتصادي پرمختگ او غزي ته د تگ راتگ د لارو بیرته پرانیستل دي."

امریکاېې چارواکي چې د بهرینو چارو وزیر جان کېري سره فرانسي ته تللي وایي، حماس په دې باور دی چې په ٢٠١٢ کال د اوربند په مهال د دوی سره چې کومي ژمنې شوې وې هغه پوره نشوې، په خاصه د اسرایلو او د مصر لخوا د غزې تړانگې د لاری پرانیستل، ځکه د ا نوي تړون دوی ته شک په سترګه کوي.

البته اسرائیل د شنبې د ورځې دولس ساعته اوربند د څلوروېشتو نورو ساعتونو لپاره هم وغزوه، دغه موده په سیمه ایز وخت د یکشنبې د شپې په نهو بجو ختمیږي.

یو اسرائیلي چارواکي وویل، ملګرو ملتونو د شوي اوربند د غزېدو غوښتنه وکړه، او د اسرایلو کابېنې ومنله.

اسرایلي چارواکي وايي، د اوربند په موده کې به هم د حماس د راکټونو ځواب ووايي او د هغو تونلونو ویجاړول به روان ساتي چې حماس ترې وسلې او جنګیالي انتقالوي.

حماس د اوربند غزول نه دي منلي او ویلي چې اسرایل ترهر څه وړاندې باید له غزې خپل سرتیري وباسي.

د حماس جنګیالیو د دولس ساعته اوربند له پای ته رسېدو سملاسي وروسته، پر اسرایلو یو شمېر توغندي وار کړل، خو اسرایلو یې ځواب ورنکړ.

د شنبې موقت اوربند د غزې اوسېدونکو ته دا فرصت ورکړ چې خپل ګورونه له نژدې وویني، ځینو یې له کورونو نه یو شمېر سامانونه وویستل، خو د ځینو نورو کورونه بیا کنډواله شوي و.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر له حماس سره ځکه مخامخ خبرې نشي کولې چې امریکا دغه ډله یو تروریستي سازمان گڼي، امریکا دغه کار د ترکیي او د قطر په منځګړتوب کوي، چې دا مهال د حماس کلک ملاتړي دي.

د ښاغلي کېري سره په یوه جلا ملاقات کې چې د قطر د بهرینو چار وزیر خالد بن محمد العطیه هم موجود و، د ترکیي د بهر ینو چار وزیر احمد داود اوغلو وویل ترکیه د دې شخړی د حل دپاره په یو اوږد مهاله حل ټینگار کوي.

هغه وویل " ترکیه به ډېره هڅه وکړي چې په سیمه کې د وینو توېیدل بند کړي، چې یوه دوامداره اوربند ته ورسیږو او په اخره کې دغه هڅي د دوه دولتونو جوړلو حل ته ورسیږي، چې په اصل کې د دې ټول تشدد او د تباهیو حل دی."

د امریکا د بهرینو چارو وزیر په مشرۍ د دو دولتونو د جوړلو دپاره نهه میاشتي خبرۍ رواني وۍ، چې په تیر اپریل کې له کوم لاس ته راوړنې پرته پای ته ورسېدې، خو دغه خبرې د فتحې ډلې،د فلسطین د ادارې له مشر محمود عباس سره شوې وې او په دې خبرو کې د حماس ډله نه وه شامله چې د غزې تړانگه ېې تر ولکي لاندې ده.

اسرایل د ډېر وخت راهیسي په دې هڅه کې دی چې په غزي کې د تگ راتگ لاره محدوده کړی چې د حماس د وسلو د انتقال مخه ونیسي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایی د غزې پر بندر څار د نړیوالي ټولني لخوا کیدی شي "په غزي کې بد حالت ته چې وکتل شی نو زما په فکر دوی حق لري د مالونو د انتقال او تجارت ازادی ولري. هغوی د دې مسحتق دي که څه هم د نړیوالو د څار لاندې دی هم وي نو خپل بندر دې ولري چې دوی وکولی شی چې تجارتي سامونو راوړي او وایستوي."

ښاغلی کېری نږدې درې اونۍ د اوردبند د راوستلو په هڅي تیرې کړې چې دا به د غزې د راتلونکي دپاره د نړیوالي ټولني په گډون د پراخو خبرو زمینه برابره کړي.

خو هغه واېې، اسرائیل تر هغه اوربند نشی کولي چې د حماس د راکټونو څخه نه وي خوندي شوي او فلسطنیان بیا تر هغه اوربند نشي کولی چې دا باور یې نه وي ترلاسه کړی چې په آزاده توگه اوسیدلی شي، او په لارو کې په اسانۍ تگ راتگ وکړاي شي.

XS
SM
MD
LG