د لاس رسي وړ اتصالات

حمید ګل مړ شو


جنرال حمید له ۱۹۸۷ نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې د پاکستان د استخباراتو مشر و
جنرال حمید له ۱۹۸۷ نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې د پاکستان د استخباراتو مشر و

د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حمید ګل د مغزي سکتې له کبله مړی شوی دی.

راپورونه وايي چې حمید ګل خپلې کورنۍ سره مرې ته تفریح لپاره تللی و چې ناڅاپه ناروغه شو او د جمعې په ورځ یو پوځي روغتون ته انتقال کړل شو چې همدلته بیا مړ شو.

د هغه لور عظما گل وویل چې پلار یې د شنبې په ورځ په مري کې نظامي روغتون ته ورسول شو، مگر د ډاکټرانو د زیاتو هلوځلو سره سره د هغه ژوند ونه ژغورل شو.

د هغه پر رسمي فیسبوک پاڼې لیکل شوې چې د هغه جنازه به نن یکشنبه په ځایي وخت د مازدیګر په شاوخوا پنځو بجو وشي، ویل کیږي چې د هغه یو زوی په ترکیې کې دی او جنازه هم د هغه لپاره ځن‌‌‌‌‌‌ډول شوې ده.

جنرال حمید گل د ١٩٣٦ کال د نومبر په ٢٠مه په سرگوده کې زیږیدلی و.

د حمید ګل لور د پاکستان ملي تلویزون ته د خپل ۸۰ کلن پلار د مرک خبر تاید کړی دی.

د هغه په فیسبوک پاڼې د هغه د مرک د خبر تر خپرېدو څو دقېقې مخکې لیکل شوي وو" جنرال صاحب په روغتون کې بستر دی، د هغه د صحت لپاره دوعا وکړﺉ."

جنرال حمید ګل چې دا مهال د پاکستان یو متقاعد پوځي جنرال و، د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د پاکستان د استخباراتي ادرې آی اس آی مشر و.

هغه پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال د افغان مجاهدینو سره نژدې اړیکې پاللې او همدغه راز ویل کیږي چې د طالبانو له مشرانو سره یې هم نژدې اړیکې درلودې او دهغوی د تحریک په جوړولو کې یې هم لاس لاره.

د پاکستان رسنۍ وايي چې حمید ګل د پنجاب په سرګوده سیمې کې زېږېدلی و او کورنۍ یې له سوات نه لاهور ته کوچېدلې وه.

جنرال حمید ګل په خټه مهمند پښتون و.

هغه د پاکستان په بهرني او کورني سیاست کې یو اغیزناک شخصیت بلل کېده، خو په افغانستان کې د سیاسي چارو یو شمېر شننوکي هغه تورنوه چې د افغانستان په اړه یې منفي تګلاره درلوده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG