د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کډوال د ژبې زدکړې، کارکولو ته هڅوي


د جرمني د کار وزیره وایي "مونږ به د هغو کسانو سره مرستې بندې کړو چې نه غواړي په ټولنه کې مدغم شي."
د جرمني د کار وزیره وایي "مونږ به د هغو کسانو سره مرستې بندې کړو چې نه غواړي په ټولنه کې مدغم شي."

د جرمني د کار وزیره خبرداری ورکوي چې هغو مهاجرو سره به مرستې بندې کړي چې نه غواړي د جرمني په ټولنه کې ورگډ شي.

په جرمني کې تیر کال یو عشاریه یو میلیون پناه غوښتونکي ثبت شوي دي. خو دا هیواد هغه شمیر مهاجر په ټولنه کې مدغم کوي چې ورته په جرمني کې د اوسیدولو اجازه ورکړل شوی وي.

د جرمني د کار وزیره اندریا ناهلیس په فرانکفورتر الگمانیه ورځپاڼه کې لیکلي دي چې "ټول هغه وگړي چې په جرمني کې اوسیږي، د نژادی منشا له نظر کې نیولو پرته باید هڅه وکړي چې کار پیدا کړي، او څومره چې کولای شي باید خپل ځانونه او خپلې کورنۍ پخپله وساتي."

میرمن ناهلیس دا هم ویلي چې "مونږ به د هغو کسانو سره مرستې بندې کړو چې نه غواړي په ټولنه کې مدغم شي." د جرمني د کار وزیره زیاتوي چې دا کار به د پناه غوښتونکو د ارادې له مخې و ارزول شي چې آیا هغوی د جرمني ټولنیزو قوانینو او مقرراتو ته احترام کوي او که نه، او همداشان مهاجر باید جرمني ژبه هم زده کړي.

د جرمني د صدراعظمې انگیلا مرکل ایتلافي حکومت د جنورۍ په ٢٧ د یو نوي وړادنیز شوي قانون ملاتړ وکړ چې له مخې یې په جنایي جرمونو تورن پناه غوښتونکي ددې هیواد څخه په اسانه ایستل کیږي.

ددې قانون له مخې هغه مهاجر چې د اروپایي ټولنې اوسیدونکي نه وي او په فزیکي او جنسي تیریو تورن شوي وي، له دې هیواد څخه شړل کیږي.

دا قانون به مقاماتو ته اجازه ورکړي چې هغو نویو مهاجرو ته پناه ور نه کړي هغوی چې یو کال زنداني شوي وي.

څو ورځې مخکې د ډنمارک پارلمان هم په ٨١ موافقو او ٢٧ مخالفو رائیو یو قانون تصویب کړ چې یواځې هغو پناه غوښتونکو سره دولتي مرستې وکړي چې هغوی شتمني له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو څخه لوړه نه وي.

XS
SM
MD
LG