د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د نجونو والیبال سیالۍ پیل شوې


نجونې وايي‌ چې دوی غواړي د ورزشي سیالیو په ترسره کولو سره خلکو ته دا پیغام ورسوي چې نور د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی بند کړای شي
نجونې وايي‌ چې دوی غواړي د ورزشي سیالیو په ترسره کولو سره خلکو ته دا پیغام ورسوي چې نور د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی بند کړای شي

دغه سیالۍ د ورزش د پرمختګ د ټولنې لخوا د کابل ښار اتو کلپونو ترمنځ پیل شوي چې تر دریو ورځو پورې به دوام وکړي.

د ورزش د پرمختګ د ټولنې مشر سید محمود ضیا دشتي وايي چې په دې وروستیو کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي‌ زور اخیستی چې ښه بیلګه یې په کابل کې د فرخندې وژل کیدل دي او دوی ددغو سیالیو په ترسره کولو سره غواړي چې حکومت دغه راز پیښو ته په جدي توګه وګوري او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

دشتي وايي "زموږ پیغام خویندو ته دا دی چې ویرې ته لار ورنکړي او له پخوا څخه زیات په ټولنیزو ، سیاسي‌او اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلي ترڅو په ټولو تیارو برلاسي شي".

په ورته وخت کې نجونې وايي‌ چې دوی غواړي د ورزشي سیالیو په ترسره کولو سره خلکو ته دا پیغام ورسوي چې نور په افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی بند کړای شي.

د انیلا نیرومند په نوم یوې لوبغاړې امریکاغږ ته وویل چې دوی د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ستړي کړي دي ، له حکومت څخه غواړي چې په دې هکله جدي کړنې تر لاس لاندې ونیسي.

انیلا وايي "په دې وروستیو کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی ، له دولت څخه د یوې لوبغاړې په توګه زما غوښتنه دا ده چې دغو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کیږدي، ځکه دا د خلکو پر روحیې منفي اغیزه کوي".

د ورزش د پرمختګ ټولنه وايي په پام کې ده چې د فرخندې په نوم ورزشي سیالیو ته پراختیا ورکړي او آن په نړیواله کچه یې ترسره کړي.

چارواکي وايي چې د نجونو د هڅونې په هدف به د مرکز په ګډون په لایتونو کې هم ورزشي سیالۍ ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG