د لاس رسي وړ اتصالات

گودلک جانتن د نایجیریا په ټاکنو کې ماته ومنله


د نایجیریا برحال جمهور رئیس، گودلک جانتن خپل گټونکي سیال، محمدو بوهاري ته د بریا مبارکي ورکړه.

دغه متقاعد پوځي جنرال د خپل سیال، برحال جمهور رئیس گودلک جانتن څخه د سږ کال د جمهوري ریاست ټاکنی وگټلې.

هغه د خپل سیال گود لک جانتن څخه دوه ملیونه زیاتې رایې تر لاسه کړې وې. د هغه ملاتړي هیله لري چې د راتلونکی می میاشتی نه وروسته د نوي جمهور رئیس په راتگ د هیواد اقتصآد او امنیت غښتلی شي.

کله چې دا معلومه شوه چې ښاغلی بوهاري د زیاتو رایو په تفاوت مخکښ دی او بریا یې خوندي ده نو خلکو د خوښۍ احساسات څرگند کړل.

د پلازمینې یوې اوسیدونکې، خدیجه عثمان داسې وویل، « مونږ سړکونو ته ددې دپاره راوتلي یو چې خوشحاله یو. مونږ په نایجیریا کې بدلون ته اړتیا لرو. ډیر څه داسې وشول چې ترې خوشحال نه یو. زمونږ زیات شمیر ماشومان ووژل شول، زمونږ ځوانان بیکاره دي. مونږ په هیواد کې بدلون غواړو.»

رایی ورکونکي د بهترې راتلونکې دپاره رایه ورکوي خو ښاغلی بوهاري یو نوی مشر ندی. هغه په نولسوه دری اتیایم کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې واک ته ورسید او دوه کاله یې د هیواد مشري هم په غاړه درلوده. رایې ورکونکي پدې پوهیږي چې د هغه څخه د څه شي تمه وکړي.

نوی مشر چې کاري دوره به یې د مې د میاشتې په آخر کې پیله شي د خلکو د خوشحالیو په غبرگون کې داسې وویل، «تاسو د زړه له تله رایه ورکړه او دا ددې څرگندوی دی چې تاسو پدې باور او ډاډ لرې چې د نایجیریا راتلونکی د نن په پرتلې بهتریدای شي. تاسو د بدلون دپاره رایه ورکړه او دادی بدلون هم راغی.»

د ښاغلي بوهاري ملاتړي غواړي چې نوی مشر هیواد د اسلامي تندلارې ډلې بوکو حرام له شره خلاص کړي چې د هیواد په شمال کې یې ښارونه او کلی ویجاړ کړي او زیات شمیر خلک یې وژلي او برمته کړیدي.

د ښاغلی بوهاري ملاتړي غواړي چې نوی مشر هیواد د اسلامی تندلارې ډلې بوکو حرام له شره خلاص کړي
د ښاغلی بوهاري ملاتړي غواړي چې نوی مشر هیواد د اسلامی تندلارې ډلې بوکو حرام له شره خلاص کړي

رایې ورکونکي تمه لري چې اقتصاد وده وکړي. لاگوس پیرینو یو سیمه اییز مشر د ټاکنو د پایلو په اړه خپل نظر داسې څرگند کړ، «خدای دې وکړي چې د هغه راتگ مونږ ته د سولې زیری راوړي. خداې دې وکړي چې تولیدات مو زیات شي او د خوړو دپاره ډوډۍ ولرو. چارې باید پس لدې مونږ ته گرانې نه وې. د اوبو او برېښنا تولید زښت ډېر مهم دی. د تیلو بیه چې خورا لوړه ده هم باید را ټیټه شي.»

د دیرشو کالو غیر حاضرۍ نه وروسته چې، کله دا دو اویا کلن مسلمان متقاعد جنرال بیرته راستنیږي، نو کار به یی هم خورا ډیر او دروند وي.

د هغه ځیني مخالفین وايي دوي دیته چمتو دي چې خپل توپیرونه یوې خوا ته پریدي او په دیموکراتیکه بڼه د ټاکل شوي نوي مشر ملاتړ ته ودریږي.

تیو فیل وایریمو د مخالف گوند یو ملاتړی د اکثرو رایو نتیجه مني. هغه وایي، «کله چې نایجیریایانو پریکړه وکړه چې بوهاري به راتلونکی جمهور رئیس وي نو مونږ به هم ورسره ملگري واوسو.»

نړیوال څارونکي وایي د نایجیریا د جمهوري ریاست ټاکنې په مجموع کې شفافې او آزادی وې، لدې سره سره چې په ځینو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې هم وې.

جمهور رئیس گود لک جانتن خپل سیال، جنرال بوهاري ته د بري مبارکي وویله
جمهور رئیس گود لک جانتن خپل سیال، جنرال بوهاري ته د بري مبارکي وویله

جمهور رئیس گود لک جانتن خپل سیال، جنرال بوهاري ته د بري مبارکي وویله او د خلکو څخه یې مننه وکړه چې د هیواد د مشر په توگه یې ده ته د خدمت موقع ورکړې وه.

تلونکي جمهور رئیس گوډلک جانتن زیاته کړه، «لکه څنگه چې ما تل ویلي د هیڅ چا ځان ځاني او جاه طلبي ددې ارزښت نلري چې د یوه نایجیریایي وینه تویه شي. زمونږ د گران هیواد یووالی، ثبات او پرمختگ تر بل هر څه مهم دی. زه نایجیریاییانو ته مبارکي ورکوم چې په پوره بریالیتوب سره یې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د هغې ژمنې او تعهد ستاینه کوم چې د هیواد په گوټ گوټ کې څرگند شو. زه د امنیتي ځواکونو د زیار قدر هم کوم چې د امنیت د خوندي ساتنې دنده یې په غوره توگه پر ځای کړه.

ښاغلي بوهاري هم د خپلو ملاتړو څخه غوښتنه وکړه چې سیالې مخالفې ډلې او دهغوي ملکیتونو ته درناوی وساتي.

متحده ایالاتو هم د نایجیریا خلکو ته له خپلو مدني حقوقو څخه د گټې اخیستنې او په دیموکراتیکې پروسې کې د برخې اخېستنی په مناسبت مبارکي ورکړه.

نایجیریا د افریقا د لویې وچې تر ټولو پر نفوسه هیواد دی چې اکثریت پکې مسلمانان او عیسیویان اوسیږي. دا هیواد پدې لویه وچه کې تر ټولو لوی اقتصآد هم لري او د تیلو تر ټولو لوي تولیدونکی او پر نفوسه هیواد هم گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG