د لاس رسي وړ اتصالات

د مړو شویو ایراني حاجیانو شمېر ۴۶۴ ته لوړ شو


حاجیان د سعودي پولیس او د حج د چارو تنظیموونکي تورنوي چې په مینا کې يې سړکونه بند کړي وو او دا پېښه وشوه.
حاجیان د سعودي پولیس او د حج د چارو تنظیموونکي تورنوي چې په مینا کې يې سړکونه بند کړي وو او دا پېښه وشوه.

ایراني چارواکي وايي په سعودي کې د دوی د مړو شویو حاجیانو شمېر ۴۶۴ ته رسېدلی دی.

هغوی تېره اوونۍ په مکه کې د حج په مراسمو کې د شیطن وېشتلو پر مهال ټېل ماتېل کې تر پښو لاندې شول.

تر پنجشنبې پورې دغه شمېره نیمايي وه، خو ویل کېدل چې ګڼ ایراني حاجیان ورک دي.

د سعودي چارواکي وايي په دغه ټیل ماټیل کې ټولټال ۷۶۹ تنه مړه شول چې ډېر يې ایرانیان دي.

حاجیان د سعودي پولیس او د حج د چارو تنظیموونکي تورنوي چې په مینا کې يې سړکونه بند کړي وو او دا پېښه وشوه.

ایران، پر سعودي له دې کبله کلکې نیوکې کړي دي، خو په تهران کې سلګونه کسان هره ورځ د سعودي د سفارت مخې ته مظاهره کوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ غونډه وکړه او پرېکړه دا وشوه چې سعودي به ژر تر ژره د ایران مړه شوي حاجیان تهران ته سپاري.

دود دا دی چې، د حج په مراسمو کې که هر څوک مړ شي په سعودي کې ښخیږي.

خو، د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي ګواښن وکړ که سعودي د ایراني حاجیانو مړي ور ونه سپاري له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

په سعودي کې هر کال د حج پر مهال دا ډول پېښې کیږي، خو سږنۍ پېښه يې تر ۱۹۹۰ کال وروسته تر ټولو خونړۍ وه. په ۱۹۹۰ کال ۱۴۰۰ حاجیان په ټیل ماټیل کې تر پښو لاندې شول.

XS
SM
MD
LG