د لاس رسي وړ اتصالات

سرطان په افغانستان کې هر کال تر شلو زرو تنه وژني


د سرطان ناروغي هر کال په نړۍ کې اته میلیونه انسانان وژني.
د سرطان ناروغي هر کال په نړۍ کې اته میلیونه انسانان وژني.

د افغانستان د روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په نړیوالې ورځې وویل چې دغه وژونکې ناروغي هر کال په افغانستان کې له ١٥ څخه تر ٢٠ زرو کسان وژني. ددغه ناروغي له وجې هر کال په نړۍ کې اته میلیونه انسانان ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې دننه په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې هڅې بسیا نه دي او د هغه په وینا حکومت هڅه کوي چې د خپلو روغتیایي شریکانو په همکارۍ داسې زمینه برابره کړي چې افغانان مجبور نه شي د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره بهر ته لاړ شي.

ښاغلي فیروز وویل "د سرطاني ناروغیو د تشخیص یو ابتدایي مرکز په دې وروستیو کې د جمهوریت په روغتون کې جوړ شوی دی او په نژدې راتلونکې کې د سینې د سرطان د تشخیص یو مرکز د استقلال په روغتون کې فعالیت پیلوي."

د افغان روغتیایي مقاماتو په وینا په وخت تشخیص او درملنې سره کیدای شي د اکثرو سرطاني ناروغیو مخنیو وشي. د دخانیاتو استعمال، د زیاتې غوښې او وریت شویو شیانو خوړل، د بدن زیات وزن لرل، له ترکارۍ او میوو نه استعمال، ورزش او فزیکي حرکتونه نه کول د سرطان په ناروغۍ اخته کیدو ته زکینه برابروي.

د افغانستان د روغتیا وزارت له خوا سږکال د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ د سرطان د ناروغۍ د مخنیوي او وقایې لپاره د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو، د گډو همکاریو او هڅو د رامنځ ته کولو په هدف ولمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG