د لاس رسي وړ اتصالات

د هیلري کلنټن انتخاباتي سرخوږی - برېښنالیکونه


هیلري کلنټن وایي چی د برښنا لیکونو د لیږلو په وخت کې یې د خپل وزارت د وخت ټول مقررات عملي کړي دي.
هیلري کلنټن وایي چی د برښنا لیکونو د لیږلو په وخت کې یې د خپل وزارت د وخت ټول مقررات عملي کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن د بریښنا لیکونو یوه نوې دسته چې شمېر ېې اوو زرو ته رسیږي، خپره کړېده.

دا هغه بریښنا لیکونه دی چی اغلې هیلري کلنټن، هغه وخت له خپل شخصي کمپېوټر او برېښنا لیک له حساب نه لیږلي دي چی د بهرنیو چارو د وزارت برحاله وزیره وه.

د برېښنا لیکونو مسلې د هیلري کلنټن پر انتخاباتی سیالۍ ناوړه اغېزې کړی دي. د نظریاتو وروستۍ سروې گانی څرگندوي چی د همدې مسلې له امله هیلري کلنټن د دیموکراتو رایو ورکوونکو تقریبا شل فیصده ملاتړي بایللي دي.

برني سانډرز

د دیموکرات گوند له خوانه بل سیال د ورمانټ ایالت سناتور برني سانډرز دی. د ایوا په ایالت کې برني سنډرز یوازې اوه فیصده له هیلري کلنټن نه بیرته پاتی دی، خو د نیوهمشایر په ایالت کې ترینه مخکې سوی دی. دامریکا په گوندي انتخاباتوکې دا دواړه ایالتونه ډېر زیات اهمیت لري.

شنونکي وايي هر ځلې چی د رسمي بریښنا لیکونو مسله راپورته کیږی، د هیلری کلنټن انتخاباتي شهرت ته تاوان رسیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ددوشنبی په ور ځ وویل چی په یوه برښنا لیک کې د لیږلو په وخت کې هم داسی معلومات نه وو، چی محرم یا سري گڼل کیدل.

مارک ټونرد بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي "که چیرې ېو څه معلومات هغه وخت حساس نه و او یا په هماغه وخت کې حساس گڼل کېده، او یا محرم و، دا د وخت په تیریدو سره بدلون مومي، البته ددې په نظر کې نیولو سره چې چا څه ویل او چاته ېې ویل او معلومات د چا له خوانه ورکول کېدل."

پخپله هیلري کلنټن ویلی دي چی هغی د برښنا لیکونو د لیږلو په وخت کې د خپل وزارت د وخت ټول مقررات عملي کړي دي.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او اوسنۍ کاندیده د ایمیلونو یا بریښنا لیکونو د جنجال په برخه کې وايي "ما دا خبره څو ځلی مخکې هم کړېده چی ما محرم بریښنا لیکونه نه چا ته لیږلی دي او نه راته رالیږل شويدي. زه په دې باور لرم چی کله چی دا ټول بهیر پایته ورسیږي، نو په دې خبره به د ټولو سر خلاص شي."

تحلیل کوونکي په دې باور دي چی که اغلې هیلری کلنټن ریښتیا هم وايي، خو هغې د برښنا لیکونو د شخړې چاره په سمه توگه نده کړې.

د جمهوری ریاست انتخاباتو ته لا یوکال نور هم پاتې دی او یوشمیر تحلیل کوونکي په دې باور دي چی اغلې هیلري کلنټن لا ددې وخت لري چی له اوسني حالت نه ځان ښه کړي.

XS
SM
MD
LG