د لاس رسي وړ اتصالات

علومي: لا هم په بهر کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ندي تللي


علومي وايي د نصرت په نوم یې د امنیتي ګواښونو د څېړنې مرکز جوړ کړی او هر استخباراتي او کشفي راپور په دغه په مرکز کې ارزول کیږي.
علومي وايي د نصرت په نوم یې د امنیتي ګواښونو د څېړنې مرکز جوړ کړی او هر استخباراتي او کشفي راپور په دغه په مرکز کې ارزول کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر چنرال نورالحق علومي وایي چې تر کومه چې دې دا ګڼي لا هم مخالف وسله وال په پاکستان کې مرکزونه او د تمویل منابع لري.

جنرال نور الحق علومي نن په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د پاکستان حکومت له افغان طالبانو په افغانستان کې له جګړې د لاس په سر کیدو غوښتنه کړې وویل چې د پاکستان دغه نیت ښه نیت ګڼي خو تر اوسه په دې برخه کې په عمل کې ډیر څه نه دي لیدل شوي.

جنرال علومي وویل چې افغان حکومت بې پروا دې تمې ته نه شي منتظر کېناستی او د وسله والو په وړاندې پوره چمتووالی لري.

جنرال علومي وویل” زمونږ درک دا دی، چې نه مرکزونه هلته له منځه تللي دي، نه یې هغه منابع چې دوی تمویلوي له منځه وړل شوي دي.”

جنرال علومي وویل دوی به خپله ویښتیا ساتي، او پدې به کار کوي چې له کوم ځای نه متضرره کیږي.

جنرال علومي وايي د پاکستان دا ښه نیت دی چې د افغانستان دښمن خپل دښمن ګڼي، خو په ويناء یې خپله تیاري باید هم د ناامنیو مهار کولو ته ولري.

جنرال علومي وویل “مونږ نه شو کولی چې دوی یو غږ وکړ، نو مونږ خپله وسله په ځمکه کیږدو، خپله نظر ته تغییر ورکړو، چې راځئ نن یا سبا دوی غږ کوي نو مونږ به اعتماد کوو، اعتماد هله کیږي، چې په عمل کې یې خیر افغانستان، سیمې او نړۍ ته د سولې په راوستو کې ورسیږي.”

د کورنیو چارو وزیر پداسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف کابل ته د خپل سفر په مهال د افغان طالبانو پسرلني عملیات عزم وغندل او د ولسمشر غني په څنګ کې یې دا وویل چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي.

بل لورته د کورنیو چارو وزیر جنرال نور الحق علومي وايي، د نصرت په نوم یې د ګواښونو د څېړنې مرکز جوړ کړی او هر استخباراتي او کشفي راپور دغه مرکز ته ورځي او په مرکز کې ارزول کیږي.

د کورنیو چارو وزیر د وزیر اکبرخان مینې په یوه مېلمستون د تېرې شپې د حملې په تړاوو وویل چې له دې حملې له مخکې خبر وو، خو دا ورته معلومه نه وه، چې دا حمله کله کیږي.

د افغان امنیتي ځواکونو په ويناء د تېرې شپې په مېلمستون برید یوازینی برید دی چې پکې ملکي او حکومتي وګړو ته زیان نه رسیږي.

XS
SM
MD
LG