د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې نن اعلان شوې


د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټاکنې د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړي پړاو د ټاکنو سره یوځای د حمل په شپاړسمه ورځ ترسره شوې وې، خو د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د بهیر د جنجالي کیدلو له امله د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې وځنډیدې او نن اعلان شوې .

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په وخت د ټولو هغو کاندیدانو نه چې په دغو ټاکنو کې بریالي شوي نه دي وغوښتل چې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونونو پریکړو ته درناوی وکړي.

ښاغلي نورستاني وویل " د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو ټولو محترمو کاندیدانو ته په خپلو مربوطه ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو څوکۍ ګټلي دي په ټولو چارو کې ورته بریالیتوب غواړم ، همدارنګه د ولایتي شوراګانو له نورو محترمو کاندیدانو نه غوښتنه کوم چې د ټاکنیزو کمیسیونونو پریکړو ته درناوی وکړي او یو د بل د منلو فرهنګ د ټاکنو د بهیر عامولو لپاره خپل کړي".

ښاغلي نورستاني خبري کنفرانس ته وویل چې د حمل د شپاړسمې ورځې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ټول دوه زره پنځه سوه او یو نوي کاندیدان چې دوه سوه او شپږ نوي یې ښځې وې، ولاړ وو.

د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې د ولایتونو د نفوسو په تناسب د ولایتي شوراګانو لپاره ۴۵۸ څوکۍ په پام کې نیول شوي دي چې اوه نوي یې د ښځو لپاره بیلې شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وویل چې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې شپږ میلونه نهه سوه نهه اویا زره دوه نوي رایې کارول شوې وې چې د پلټنو وروسته د ټولو پاکو رایو شمیر شپږ میلونه دوسوه درې دیرش زره یو پنځوس رایې وې.

ښاغلي نورستاني وویل چې د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ښځینه رایې ورکونکو ونډه ۳۶.۳ فیصده وه.

هغه وویل چې د تاکنو په ورخ ټول د رایو نوولس زره اوه سوه څلورشپیته محلونه پرانستي وو.

ښاغلي نورستاني په ټاکنو کې درغلیو احتمالات رد نکړل خو وویل چې درغلئ هغموره هم نه وې لکه چې پرې خبرې کیدلې.

هغه وویل چې لومړی ویل کیدل چې د ټولو اچول شوو رایو شمیر شپږ میلونه دی چې بیا معلومه شوه چې د اوو میلونو نه هم زیات و.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه " د خیالي محلونو نه خبرې کیدلې په داسې حال کې چې هیڅ یو خیالي محل هم و نه موندل شو د خالي صندوقونو او د منظم تنظیم شويو درغلیو خبره کیدله چې و نه موندل شوه".

ښاغلي نورستاني وویل چې تر هغې چې په ټاکنو کې رایې ورکونکو ته د هغوی په مربوطه حوزو کې د رایې ورکوونکو د نومونو لستونه او الکټرونیکي تذکرې ونه ویشل شي په ټاکنو کې درغلئ په بشپړه توګه له منځه نه شي تللی.

د پایلو د ځنډ له امله په تیرو څو اونیو کې د افغانستان په ځینو ښارونو کې د ولایتي شوراګانو یو شمیر استازو مظاهرې هم کړي دي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس دا هم وویل چې خلک کولای شي ددغه کمیسیون د انټرنیټي پاڼې له مخې د بریالیو کاندیدانو نومونه وګوري.

XS
SM
MD
LG