د لاس رسي وړ اتصالات

ملي شورا له خوا د ولسمشر د تقنني فرمان د ردولو هرکلی


د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس وویل چې د غوراوي د کمیتې کار نورپای ته رسیدلی دی
د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس وویل چې د غوراوي د کمیتې کار نورپای ته رسیدلی دی

ټاکنیزو دواړو کمیسیونونو د ملي شورا له خوا د ټاکنو د اصلاحاتو په تړاوو د ولسمشر غني د تقنني فرمان د ردولو هرکلی وکړ او وايي، چې نور د ټاکنو د اصلاحاتو د کمیسیون او غوراوي کمېټې کار پای ته رسېدلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني خبریالانو ته وویل چې له تېر یوه کال راهېسې ټاکنې سیاسي شوې وې، خو د ملي شورا د دواړو مجلسینو د وروستۍ پرېکړې په اساس ټاکنې بېرته تخنیکي او کمیسیونونو ته وسپارل شوې.

د ملي یووالي حکومت په ټاکنو کې د اصلاحاتو لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ، چې بیا وروسته ترې د ټاکنو د کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمېټې هم کار پیل وکړ، خو ولسي جرګې وړاندې او مشرانو جرګې تېره ورځ د ولسمشر غني هغه تقنیني فرمان چې د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره یې ملي شورا ته لېږلی وو، رد کړ او ددغو مجلسینو غړو و نه مانه.

د ټاکنو د قانون په اساس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وايي، چې له دې وروسته به هیڅ بهرني او کورني ارګان ته ددې اجازه ور نه کړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

احمد یوسف نورستاني وویل "زه فکر کوم، چې د دواړو مجلسینو د فیصلې په نتجه کې د کمیسیون اصلاحات یا د غوراوي کمېټې کار به پای ته رسېدلی وي، زه فکر کوم، نور نو هیڅ قانوني جواز نه لري، چې کارونو ته ادامه ورکړي."

د ټاکنو مهالوېش

پدې خبري کنفرانس کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل چې د راتلوونکې اوونۍ په پیل کې به د راتلوونکو پارلماني ټاکنو مهالویش اعلان کړي.

هغه وویل "فقط د بلې اوونۍ په پيل کې به درسره انتخاباتو تقویم اعلان کړو، دا کار د مشاورینو په سلا او د تخنیکي تیاريو په اساس کوو."

احمد یوسف نورستاني وايي، چې دوه واره یې حکومت ته د ټاکنو مهالوېش سپارلی، په یوه کې د سږني کال میزان یاد شوی وو او په بله طرحه کې د راتلوونکي لمریز کال د سنبلې میاشت، چې د نورستاني په ويناء حکومت ورته تیاری نه درلود.

د ټاکنو د کمیسیون مشر دا هم وايي، چې د ټاکنو د ترسره کولو د امنیت او بودیجې کار د حکومت دی، خو هیله لري، چې بودیجه له ملي بودیجې نه وي، ځکه په باور که بهرنیان بودیجه ورکړي نو په ټاکنو کې لاسوهنې کوي.

د ارګ غبرګون

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته د ملي شورا له د ولسمشر د تقنیني فرمان د ردولو په غبرګون کې وویل چې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات د ټول ولس غوښتنه وه، چې له مخې یې ولسمشر په دغه سیستم کې د اصلاحاتو لپاره یو تقنیني فرمان د افغانستان ملي شورا وړاندې کړ.

ښاغلي هاشمي وویل "د غوراوي کمېټه د توشیح شوي قانون او تقنیني فرمان پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکوي، موږ خواشینې یو چې مشرانو جرګې فرمان رد کړ خو د دې ستونزې د حل لپاره یوه ټاکلې موده شته، کله چې یوه جرګه فرمان ردوي، د داسې یو مهم فرمان د برخلیک معلوملو لپاره یو مناسب فُرصت شته، د دې موضوع په پام کې نیولو سره، کله چې د ټاکنو په تړاو د هر قانون د بدلون، تعدیل او یا رد موضوع رامنځ ته کیږي، د افغانستان ملي شورا د خپل کار په وروستي کال کې له یو لړ محدویتونو سره مخ کیږي".

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل چې د دغه فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوي کمیته به د پخوا په څیر خپل کار ته دوام ورکړي.

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت له ملي شورا مننه وکړه، چې د ولسمشر غني هغه تقنیني فرمان چې د ټاکنو د کمیسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو د قانون د تعدیل لپاره یې ورته لېږلی وو رد کړ.

عبدالستار سعادت وویل "دا فرمان چې اوس د ملي شورا له خوا رد شوی، نور د اعتبار نه ساقط شوی، اعتبار نه لري، ددې فرمان له مخې هر ډول اجرأت غیری قانوني دي، هغه نهادونه چې ددې قانون په رڼا کې تراوسه فعالیت کاوه، شاید تر پرونه پورې قانوني اما له پرونه را پدیخوا غیری قانوني دي، غوښتنه مو دا ده چې ژر منحل او فعالیت دې ودروي."

د اساسي قانون د ۷۹ مې مادې په اساس ولسمشر کولای شي، د پارلمان د رخصتیو په مهال تقنیني فرمانونه صادر کړي، خو که دا فرمانونه د ملي شورا له خوا رد شي، نو بیا د تعمیل وړ ندي.

دا چې حکومت به اوس د ټاکنو په تړاوو څه کوي، لا هم دریځ یې ندی معلوم، خو د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په ټاکنو کې د اصلاحاتو ویلي دي.

XS
SM
MD
LG