د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د ګرمۍ له کبله د مړو شمېر تر زرو هم واوښت


د اپریل میاشتې راهیسې د هند په جنوبي ایالتونو کې د گرمۍ له وجې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۱۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
د اپریل میاشتې راهیسې د هند په جنوبي ایالتونو کې د گرمۍ له وجې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۱۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

په هند کی د ډېرې سختې گرمۍ له امله له ١١٠٠ نه زېات خلک مړه شوي دي چې زېاتره یې دهغه هېواد په جنوب ختېځو اېالتونو اندرا پرادېش اوټالېنگانه کې دي.

خبرېاله انجانه پسرېچه له ممبۍ نه په خپل رالیږلي رپوټ کې واېې چې په ځینو سیمو کې خو دتودوخې درجه له حده زېاته لوړه وه او ۴۷ ته رسېدلې وه.د دغې وژونکې گرمۍ له وېرې د هند په ډېرو برخو کې خلک په خپلو کورونو کی ناست وو.

خو بېا په لسگونو زرو کارگرانو، مزدورانو، ټکسیوانانو او نورو هټیوالو خپل عادي کاروبار کاوه.

په هند کې د تودې هوا له امله په سلگونو کسان په داسې حال کې مړه شوي چې د هوا پیژندنې ادارې وایي د گرمې هوا دا موج به د راتلوونکو دوو اونیو پورې دوام وکړي.

د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې د اپریل میاشتې راهیسې د هند په جنوبي ایالتونو کې د گرمۍ له وجې د مړو شمیر څه دپاسه ٧٥٠ تنو ته رسیدلی دی.

د هند د اندرا پرادیش ایالت مرستیال نیماکیالا چینا راجپا وایي د می د میاشتې د ١٣ راهیسې په دې ایالت کې ٥٥٠ تنه د گرمۍ له وجې مړه شوي دي.

له بلې خوا د تیلینگانا ایالت یو لوړپوړی چارواکی وایي د اپریل د ١٥ راهیسې په دې ایالت کې شاو خوا ٢١٥ تنه د گرمۍ اړوند پیښو له وجې مړه شوي دي.

د هند دغه دوه ایالتونه تر ټولو زیات گرمې هوا ځپلي دي او په دغو دواړو ایالتونو کې روغتونونه له هغو ناروغانو ډک دي چې لمر او جل وهلي دي.

د هند کې د گرمۍ هوا موج
د هند کې د گرمۍ هوا موج

د تیلنگانا ایالت د هوا پیژندنې مدیر ویلي دي چې په ځنیو سیمو کې د هوا درجه د سانتیگراد د ۴٧ درجو څخه لوړه شوې ده چې په تیرو لسو کلونو کې ساری نه لري.

د اندراپرادیش او تیلنگانا ایالتونو په زیات شمیر عمده ښارونو کې سړکونه او بازارونه د خلکو خالي شوي او د سړک د غاړې سوداگر یواځې اوبه او هندواڼې خرڅوي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي د حکومت څلور میاشتې پوره کیږي، د چاپیریال کارپوهان وایي حکومت د هغه قانون د ړنگولو هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې په مقصد په خورا کوښښونو سره رامنځ ته شوی و.

په داسې حال کې چې په سلگونو میلیونه کسان د فقر په کچه ژوند کوي، زیات خلک په دې باور دي چې یواځې اقتصادي ودې ته چې په هر قیمت وي، پاملرنه کیږي.

د حکومت په وروستنۍ بودجه کې د چاپیریال ساتنې بودجه په لږ مقاومت سره ٢٥ فیصده په داسې حال کې راټیټه کړای شوې چې د هند د سوداگرۍ مشران د ښاغلي مودي له مشرتابه څخه خوشاله دي.

XS
SM
MD
LG