د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او هند سرحدي نښتي، راتلونکو ستونزو ته اشاره


د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانمن سرحد چې د کنټرول کرښه بلل کیږي
د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانمن سرحد چې د کنټرول کرښه بلل کیږي

د کشمیر په سرحدي سیمې کې د تشدد د کچې لوړیدلو په ٢٠٠٣ کال کې شوی اوربند په داسې حال کې له خطر سره مخامخ کړی دی چې دواړي خواوی یو بل د بریدونو په پیل کولو ملامتوي.

د واشنگټن د جارج ټاون پوهنتون کارپوهه کرسټین فیر، پړه د پاکستان په پوځ وراچوی. هغه واېې، چې د پاکستان پوځ دوه هدفونه لري. لومړی دا چې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف هغه هڅې چې د هند سره اړیکې ښې کړي ناکامه شي او دوهم د نریندرا مودی په مشرۍ د هند نوی حکومت و آزمایي.

د واشنگټن د جارج ټاون پوهنتون کې د سولې او امنیت په مرکز کې پروفیسوره کرسټین فیر
د واشنگټن د جارج ټاون پوهنتون کې د سولې او امنیت په مرکز کې پروفیسوره کرسټین فیر

آغلی فیر وایي " له دی مخکې چې نریندرا مودی د لوړي مراسم تر سره کړي، ما د لشکر طیبه او یا د حقانې د ډلی لخوا په هرات کې د هند په قونسلگرۍ د برید پرمهال دا دلیل وړاندې کړی و. او دا یوه هڅه وه چې دا معلومه کړې چې دا نوی حکومت تر کومه حده داسی بریدونه زغملی شي."

شیهزاد چوهدری چې د پاکستان د هواېې قوې متقاعد جنرال دی وایي، "دا ولې او د څه مقصد دپاره"

د هند او پاکستان د سرحدي سیمې ارنیا سیکټر یو دوکان چې ویل کیږي د پاکستان له خوا د هاون په برید ویجاړ شوی
د هند او پاکستان د سرحدي سیمې ارنیا سیکټر یو دوکان چې ویل کیږي د پاکستان له خوا د هاون په برید ویجاړ شوی

نوموړی زیاتوي "د پاکستان پوځ ولې داسي یو کار وکړي چې مخکي لا دوی په شمالي وزیرستان کې په جنگ اخته دي، چې د ختیځ سرحد نه یې ځواکونه رایستلې، چې د امهال په جگړه بوخت دي، او د تروریزم سره د جگړي کولو هڅه کوي، او غواړي د پاکستان په ښارونو کې ترهگری ختمه کړي."

هغه دی خبري ته هم اشاره وکړه چې دا هند و نه پاکستان چې د بهرینو چارو د سیکټرانو دلوړی کچې خبری یې د اگست په میاشتې کې بندی کړې، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یی تشنج کړ. هند واېې، هغوی دا خبری له دی وجې ودرولې چې په هند کې د پاکستان سفیر که څه هم هند خبرداری ورکړی و چې دا کار باید ونکړی خو بیا ېې هم د کشمیر د جداېې غوښتونکو مشرانو سره ملاقات وکړ.

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال او د دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود واېې، "په حقیقت کې که تاسو ما وپوښتې، نو د پاکستان د پوځ مشرتابه حیرانه په دی شوي چې هند په سرحد کې څه کول غواړي، او موږ نه پوهیږو چې د دومره تشدد هڅه ولې کوې، او هند په دی څه ثابتول غواړی."

هند چې د څه ثابتولو هڅه کوی، هغه کیداشي د هند د مشر تابه په خبرو کې وموندل شی. د هند صدراعظم ښاغلي مودی د انتخاباتو پرمهال په کمپاین کې ویلې و چې بهرینۍ پالیسي به ېې سخته وي. د هند د د فاع وزیر ارون جیټلې پاکستان ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د پاکستان دا بې موجبه بریدونه به پاکستان ته په گرانه تمام شي.

او بل طرف ته بیا د هند د ملې امنیت نوي سلاکار اجیت ډوال دی چې د هغه پالیسۍ ملاتړی دی چې دې ورته د پاکستان پرضد د خپلې دفاع دپاره مخکې له مخې برید واېي.

هغه د استخباراتو یو لوړ پوړی ماهر گڼل کیږي او هغه په دې باور لري چې هند د دې هڅه کوي چې د پاکستان د ترورستي فعالتونو د ملاټر په وړاندې هند د خپل ځان دفاع وکړی. دی واېي پکار ده چې هند د پاکستان په وړاندې هغه لارې چارې ولټوي چې د پاکستان سره د جنگ کولو پرته هغه هیواد ته سزا ورکړي.

ډوال تیرکال د هند په ساسترا اکیډومي کې دغه پالیسي داسي بیان کړی وه "د پاکستان کمزورتیاوی د هند څخه ډیری زیاتې دي، که چېرې دوی په دی پوه شي چې که هند دفاعې تعرضي دریځ خپل کړي نو دا به د دوی دپاره ډیره گرانه تمامه شی، که پاکستان د ممبې په شان یو برید وکړي نو کیدای شي بلوچستان له لاسه ورکړی"

XS
SM
MD
LG