د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د تماس نړیوالې ډلې غونډه وکړه


جمهوررئیس غني وویل چې افغان حکومت هم د پاکستان هم د وسله والو مخالفانو سره سوله کول غواړي.
جمهوررئیس غني وویل چې افغان حکومت هم د پاکستان هم د وسله والو مخالفانو سره سوله کول غواړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په ارګ کې د تماس د ډلې د پنځوسو هیوادونو او نړیوالو ټولنو استازو ته په وینا کې د افغانستان په حالاتو خبرې وکړې او و یې وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو په خلاف نه بلکه د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره جګړه ده.

ښاغلي غني وویل "دا جګړه د بهرنیو ځواکونو په خلاف نه ده، دا جګړه په دیمکراتیکه توګه د غوره شوي حکومت د بې ثباته کولو او د فرصتونو له لاسه ورکولو جګړه ده".

جمهور رئیس غني وویل چې افغان حکومت هم د پاکستان هم د وسله والو مخالفانو سره سوله کول غواړي.

ښاغلي غني وویل "مونږ دوه ګوني سوله غواړو، سوله د افغانستان او پاکستان اود افغانستان د حکومت او د حکومت د وسلوالو مخالفانو ترمنځ".

جمهور رئیس غني کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر په وخت د هغه د هغو څرګندونو یادونه وکړه چې ویلي وو چې د افغانستان دښمن د پاکستان دوست نه شي کیدلی.

جمهور رئیس غني وویل چې تمه یې داده چې د صدراعظم شریف دا څرګندونې عملي بڼه واخلي.

هغه د خپله اړخه ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د بل هیواد په خلاف و نه کارول شي خو جمهوررئیس غني د نورو هیوادونو څخه د ورته عمل غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي غني وویل " زما پیغام ټولو هغو خلکو ته چې زمونږ په شاوخوا کې موجود دي دا دی چې د افغانستان د دولت د چپه کولو لپاره دې اقدام نه کوي مونږ پنځه زره کلن تاریخ لرو او پنځه زره کاله نور به هم اوسو".

بلخوا د افغانستان حکومت د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ژمنه وکړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون کار به ژر تر ژره پیل شي.

د افغانستان د حکومت سره د تماس د نړیوالې ډلې خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزي چې په دې غونډه کې یې د افغاسنتان په استازیتوب خبرې کولې وویل چې د افغانستان حکومت په دې غونډه کې د انتخاباتو په وړاندې موجودې ستونزې په ډاگه کړي دي. دغه افغان مقام تخنیکي، امنیتي او د بودجې نشتوالی د افغاسنتان د پارلماني انتخاباتو ستونزې وگڼلې او زیاته یې کړه چې دا موضوعگانې یې د تماس د نړیوالې ډلې سره مطرح کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانگړی استازی دان فیلدمن او د تماس د نړیوالې ډلې رئیس مایکل کخ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې گډون وکړ.

په دې ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي دان فیلدمن وویل چې د تماس نړیواله ډله تمه لري چې د افغانستان حکومت ژر تر ژره د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون کار پیل کړي. ښاغلي فلدمن ټینگار وکړ چې کله د افغانستان حکومت ددې کمیسیون کار پیل کړي وروسته له هغې څخه به هغوی مالي او تخنیکي مرستې پیل کړي.

د تماس نړیواله ډلې په افغانستان کې د وروستنیو نا امنیو څرنگوالی وڅیړه او گډون والو وویل چې په اوس کې د افغانستان امنیتي ځواکونه ډیر غښتلي دي.

د تماس نړیوال ګروپ استازو تیره شپه د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG