د لاس رسي وړ اتصالات

منصف:که زمینه ورکړل شي، هرې افغانې کورنۍ کې مریم شته


مریم منصف لومړنۍ مسلمانه مهاجره ده چې د کاناډا د پارلمان د غړې او وزیرې په توگه ټاکل شوې.
مریم منصف لومړنۍ مسلمانه مهاجره ده چې د کاناډا د پارلمان د غړې او وزیرې په توگه ټاکل شوې.

مریم منصف، لومړنۍ افغاني الاصله میرمن چې په کاناډا کې وکیله او بیا وزیره شوې ٣١ کلنه ده. هغه اوس د کاناډا په حکومت کې د دموکراتیکو بنسټونو وزیره ده چې د هغه هیواد د کابینې تر ټولو ځوانه وزیره گڼل کیږي.

د کاناډا په پارلماني انتخاباتو کې د جستین ترودو په مشرۍ لیبرال گوند بریالی شو او د پارلماني انتخاباتو په پایله کې میرمن منصف د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ.

مریم منصف وایي "د افغانستان نه زما خاطرې د محبت او دوستۍ، د کورنیو د نژدیتوب او د کورنیو ترمنځ د غښتلو اړیکو له کیسو ډکې دي."

میرمن منصف، خپله مور ثریا، زمرۍ گڼي او وایي چې د هغې له برکته دغو ټولو بریاو ته رسیلې ده.

میرمن منصف وایي "ډیره مهم ده چې د کاناډا په څیر هیوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي تر څو افغانستان هغه څه چې غواړي ترلاسه کړي، خو که د افغانستان خلک هم یو بل ته لاس ور نه کړي او ښځو، نارینو او ماشومانو ته یو شان درناوی قایل نه شي په هغه هیواد که پرمختیا نه رامنځ ته کیږي."

آغلې منصف لومړنۍ ځوانه میرمن او لومړنۍ مسلمانه مهاجره ده چې د کاناډا د پارلمان د غړې او وزیرې په توگه ټاکل شوې ده.

د امریکا غږ آشنا تلویزیون د همکارې نجیبه خلیل سره د مریم منصف د مرکې مهم ټکي په دې لینک کې اوریدلای او لیدلای شئ. د مریم منصب سره د امریکا غږ د بشپړه مرکې د لیدلو لپاره د امریکا غږ د آشنا تلویزیون د یوتیوب کانال باندې کلیک وکړئ:

د کاناډا د حکومت د وزیرې مریم منصف، سره د امریکا غږ مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00

XS
SM
MD
LG