د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اټومي موافقې هندي سوداګر په اندېښنه کړي


د ایران د اټومي موافقې په هکله د ملګرو متلونو د امنیت د شورا غونډه
د ایران د اټومي موافقې په هکله د ملګرو متلونو د امنیت د شورا غونډه

هند د ګوتو په شمیر د هغو څو هېوادونو په ډله کې دی چې پر ایران باندې د لګېدلیو نړیوالو بندیزونو سره سره یې د تهران سره تجارتي اړیکې درلودلې. په داسې حال کې چې ایران د نړۍ د سترو قدرتونو سره اټومي موافقه لاس لیک کړه، هند ددې موافقې د تطبیق په صورت کې غواړي چې خپلې اوږدمهالې تجارتي ګټې خوندي کړي.

خو په هند کې صادرونکي سوداګر وايي چې اوس دوي د لویدیځو هېوادونو له لورې سختو سیالیوو ته ځانونه چمتو کوي.

د ټي ام اې نړیوال شرکت مشر پنکاج بنسال وايي چې د هغه د شرکت صادرات تقریبا ۴۰ په سلو کې زیات شوي دي. خو هغه وايي چې د هغه د کار و بار رونق ښايي مخ په ختمېدو وي ځکه که چیري پر ایران باندې نړیوال بندیزونه لیري شي، نو د سوداګرۍ په ډګر کې به د هغه شرکت د نورو شرکتونو سره سیالۍ ته مجبوره شي.

هغه وايي چې اوس ډیر زیات زیار باسي چې د خپلو تولیدي توکو دپاره چې په کښي د انجنیرۍ وسایل او اوسپنیز توکي شامل دي، نوي مارکیټونو پیدا کړي.

بنسال داسې وايي ،،د ځینو موادو په برخه کې به پرته له شکه مونږ ضربه ووینو. د عصري ټیکنالوژۍ د برخې د توکو په برخه کې به مونږ تاوان وکړو ځکه په دودیز ډول ایران زمونږ په مقایسه د ټیکنالوژۍ په برخه کې لویدیځو هېوادونو ته لیوالتیا ښيي.،،

هند د ایران سره په هندي روپیوو تجارت کوي

په دې ورستیو کلونو کې د نړیوالو بندیزونو په خاطر هند مجبوره سو چې د تهران څخه د تیلو په وارداتو کې کمښت راولي خو بیا هم هند هرکال د ایران څخه د ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت خام تیل رانیول. هند به د بندیزونو په خاطر ایران ته هندۍ روپۍ ورکولې.

د درو کلونو په موده کې د روپیوو کاروبار د هندي شرکتونو سره مرسته وکړه چې د ایران سره خپل د صادراتو کچه تقریبا دوه چنده کړي چې اندازه یې تقربیا پنځو میلیاردو ډالرو ته ورسېدله.

خو د تجارت د برخې کارپوهان وايي چې د جرمني او فرانسې په شان د هېوادونو شرکتونو به د اټمي موافقې د تطبیق په صورت کې بیرته ایران ته لاره وموندي او د کالو څخه نیولې تر موټرو پوري به توکي ایران ته صادر کړي. دغه راز دغو هېوادونو هغو بنسټیزو پروژو ته هم لیوالتیا څرګنده کړې ده چې هند ورته په دې څو کلونو کې متوجې دی او غواړي چې ترلاسه یې کړي.

د هند د صادرونکو سازمانونو د فیدراسیون مشر رفیق احمد دا مني چې که اټمي موافقتنامه تطبیق شي نو د سمیټو د فابریکو پر هغو پلانونو به تاثیر وکړي چې هند یې په ایران کې د جوړولو نیت درلودی.

خو په عین حال کې ښاغلی احمد هیله مند دی چې د هند د سترو کمپنیوو دپاره، په ځانګړي ډول د معلوماټي ټیکنالوژۍ، طبي ادویوو او خدماتي سکتور په برخه کې به نوي فرصتونه برابر شي.

هغه داسې وايي "د هند اکثرو نړیوالو کمپنیوو غوښته چې په ایران کې توکي خرڅ کړي، هلته یې تقاضا هم وه خو دوي نه غوښتل چې د ایران مارکیټ ته ورننوځي. د ایران د خلګو اوس هم د هند د شرکتونو نومونه په یاد دي."

هند د ایران د تیلو نه ګټه اخیستی شي

د چارو کارپوهان وايي چې د سیالۍ او د نویو انکشافاتو سربیره هند بیا هم په اوږدمهاله کې ښايي سترې ګټې وکړي ځکه د ایران له لارې نوي انکشافي ترانیزیتي لارې جوړېږي. د دې دپاره د هند هغه پلانونه خورا کلیدي ارزښت لري چې غواړي د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار په بندر کې د کانتینرو او کارګو ترمینلونه جوړ کړي. هند د اټمي موافقې د لاس لیکېدو مخکي لا ددې پروژې د تطبیق هڅه کړې وه.

په ممبۍ کې پخوانۍ ډیپلوماته نیلم ډییو وايي چې د چابهار د بندر پروژه به د افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو پر لورې د هند دپاره د سوداګرۍ لاره خلاصه کړي.

میرمن ډییو وايي "د هند دپاره په ستراتيژیک لحاظ دا ډیره مهمه پروژه ده. هند د نړیوالو بندیزونو له کبله نشوای کولای چې د ایران له لارې دې هېوادونه ته لاره پیدا کړي. خو اوس هند ته په کار ده چې چټک اقدام وکړي ځکه داسې آوازې دي چې چین هم غواړي ورته بندري لاره جوړه کړي."

بله پروژه چې هند یې تمه لري چې چټکه تطبیق شي د اوبو لاندې د ګازو د پایپلاین پروژه ده چې غواړي د عرب د سمندرګي له لارې د هند ختیځ ساحل ته وغځېږي چې پاکستان به په دې پروژې کې دپامه وغورځول شي.

د هند دپاره د ګازو ددې پایپلان پروژه ډیره مهمه ده ځکه هند مخکي کوښښ کړی و چې د پاکستان له لارې پر ځمکه دا پایپلان تیر کړي، خو په دې برخه کې لږ پرمختګ وشو.

د ایران د اټمي موافقې سره د هند بله ګټه به دا وي چې هند ۷۵ په سلو کې تیل د بهر څخه واردوي او که چیري د ایران تیل نړیوالو بازارونو ته بیا لاره پیدا کړي نو د خامو تیلو بیه به راولویږي چې دا د هند په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG