د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پر اټمي پروگرام خبرې ښایي له ټاکلي نېټې واوړي


په ویانا کې ځني چارواکي وایي چې نوې وروستی نېټه به د جولای میاشتې نهمه وي
په ویانا کې ځني چارواکي وایي چې نوې وروستی نېټه به د جولای میاشتې نهمه وي

پداسې حآل کې چې د ایران د اټمي پروگرام پر سر د خبرو ټاکل شوې وروستۍ نېټه سبا پایته رسیږي او یوې موافقې د رسېدلو نښې نښانې په کې نه ښکاري، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې له مشر یوکياامانو سره د خبرو نوې لړۍ پیل کړه.

د خبرو له پېلېدو څخه مخکې ښاغلي کري د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ایراني مذاکره کوونکیو څخه یوې موافقې ته د رسېدو تمه لري او که نه؟ ښاغلي کېري ووېل چې "موږ به وگورو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې پدې مذاکراتو کې د خپل هېواد د هیئت مشري په غاړه لري، د نن ورځې په خبرو کې حآضر نه و.

ښاغلی ظریف د یکشنبې ورځې په ماښام بېرته تهران ته ولاړ ،خو تمه کیږي چې سبا بیا د خبرو مرکز ویانا ته راشي.

د ایران د دولتي رسنیو پر اساس د ښاغلي ظریف دا سفر واردمخه پلان شوی و.

د ایران او متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون څو ځلې له یو بل سره وکتل. ښاغلي کېري د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنگ، د بریتانیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې کتنې وکړلې.

د خبرو دوام

د یکشنبې په ورځ د ایران، متحده ایالتونو او اروپایي استازو دا څرگنده کړه چې ښايی د جون پر دېرشمه چې یوې موافقې ته د رسیدو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده، یوې هوکړې ته ونه رسیږي او دا خبرې به له ټاکلي مودې نه اخوا هم دوام ولري.

د اروپایي ټولنې د بهرني پالیسۍ مشرې فردریکا موگېریني خبریالانو ته ووېل چې " دا خبرې هروخت سختې وې،" خو که چېرې مذاکره کوونکي یوې موافقې ته د رسېدو لپاره "قوي سیاسي غوښتنه" ولري نو هغوی موافقی ته رسېدلی شي.

پدې خبرو کې چې د څو کلونو راهیسې دوام لري، ځنډ په یو اصل بدل شوی دی.

که څه هم مرکچیان د دې خبرو جزیات نه وړاندې کوي، خو داسې ښکاري چې په سختو کې ټکیو کې ېو دادی چی دملگرو ملتونو مفتشانو ته لاسرسی ورکړل شي چی د ایران اټومي تاسیسات وگوري او همدارنگه داسی شرایط پکې وی چی دایران بندیزونه لرې شي.

حساس وخت

د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت سترې سلاکارې ماري هارف ووېل چې جان کري او ایرانیان په دې پوهېږي چې په یو حساس وخت کې دي. او زیاتوي چې " موږ اوس هم ځني سخت کارونه په مخ کې لرو چې باید ترسره یې کړو."

په ویانا کې بیا ځني چارواکي وایي چې نوې وروستی نېټه به د جولای میاشتې نهمه وي.

XS
SM
MD
LG