د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیزونو لیرې کیدل به ایران ته سل میلیارد ډالره ګټه وکي


د اقتصادي چارو کارپوهان وایي که چیرته په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي، او د نړې قدرت لرونکو هیوادونو سره موافقې ته سره ورسیږي، نو د ایران اقتصاد ته به سل میلیارده ډالره ګټه ورسیږي.

دوي وایي دومره پیسې به ونشي کړی چې د هغه هیواد کمزوری اقتصاد په بشپړه توګه ورغوي خو زیاتوي چې ایراني مشرانو ته د اقتصادي چارو د بهتره کولو لپاره ښه فرصتونه برابروي.

د اطریش په پایتخت ویانا کې لا هم د ایران د اتومي پروګرام د جنجال پر سر خبرې روانې دي. د نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هیوادونو او ایراني مرکچیان کوښښ کوي چې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

د ایراني الاصله امریکایانو د ملي شورا مشر رضا مراشي وایي چې " د ایران اقتصادي وضعیت د تیرو لسو کالونو راپدیخوا زیات ګډوډ شویدي " او زیاتوي چېایراني مرکچیان په خبرو کې یوازې د اقتصادي بندیزو په لیرې کیدو خبرې نکوي

" په ایران کې د اقتصادي بندیزونو د ستونزې تر څنګ، بې کاري، د شیانو لوړه بیه، د بهرنیو هیوادونو د پانګې اچونې لپاره د قراردادونو کمزورې بڼه، او غیرې ثابت او نامعلوم قضایي سیستم نورې هغه مهمې ستونزې دي چې د ایران اقتصاد یې کمزوری کړیدی. په ایران کې د کاروبار د شروع کولو لپاره واضح شرایط نشته نو ځکه څوک نه پوهیږي چې هلته څنګه کاروبار وکړي. "

ښاغلی مراشي وایي " یوزاېشل یا دیرش په سلو کې د ایران اقتصادي ستونزې پدې هیواد د لګیدلو بندیزونو له وجې دي ځکه چې بندیزونو دارایۍ کنګل کړي او هم یې سوداګري محدود کړیده."

خو د اقتصاد پوه او په ویانا کې د کاروبار د مشورې د یوې ادارې مشر، بیجان خواجه پور بیا وایي چې " د نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هیوادونو سره د موافقې وروسته به د ایران اقتصادي وضعیت ډیر ښه شي. "

" پدې کې هیڅ شک نشته چې د ایران حکومت به لومړی د ټولو نه مهم کار چې کوي، په چټکه توګه د اقتصاد رغونه وي او پدې سره به ووایي چې د اتومي جنجال په سر موافقې د ایران ولس او د دغه هیواد اقتصاد ته ډیره ګټه کړیده، او بله دا چې د دې موافقې نه د 2016 کال په پارلیماني انتخاباتو کې هم ګټه واخیستل شي. "

دی وایي که په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي، نو د ولسمشر حسن روحاني حکومت به په لومړي سر کې غټ اقتصادي اصلاحات وکړي او پدې سره د راتلونکي کال په پارلیماني انتخاباتو کې د وکیلانو ملاتړ تر لاسه کړي.

ښاغلی خواجه پور وایي، ایران د خپلو مهمو صنعتي فابریکو د ژغورلو لپاره د یو سل او شل میلیارده ډالرو نه زیاتو پیسو ته اړتیا لري او د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدل ورته دومره پیسې نشي برابرولی.

بل پلو ایران خبریال آرش عزیزي چې ایران او نړۍ د شپږ سترو قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ خبرې څاري، وایي د ایران حکومت ته به دا ډیره ګرانه وي چې د خلکو ټولې هیلې پوره کړي.

" د خلکو د هیلو پوره کول یوه په زړه پورې قضیه ده، زما انۍ پدې باور ده چې که اقتصادي بندیزونه لیرې شول، نو د هغه خپل خپلوان چې د وزګار دي، یوازې په څو ورځو کې به وظیفه پیدا کړي خو په حقیقت کې داسې نشی کیدلی. "

ښاغلی عزیزي همدارنګه وایي چې د اقتصادي بندیزو د لیرې کیدو وروسته به ، د اقتصادي اصلاحاتو راوستل ډیر وخت ونیسي خو زیاتوي چې د اتومي جنجال پر سره موافقه به د ایران ولس ته دا هیله مندي ورکړي چې هیواد په اقتصادي او سیاسي لحاظ په سم لوري روان دی.

XS
SM
MD
LG