د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د ایران او ترکیې اړیکې مخ په خرابېدو دي؟


په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ د اسلامي دولت او سوریې په هکله د نظراختلاف مخ په زیاتېدو دی،کردان چې په مینځني ختیځ کې ژوند کوي ښايي ددې موضوع قربانیان شي. د دواړو سیمه ایزو قدرتونو ترمنځ سیالي مخ په زیاتېدو ده.

روانه اونۍ پخوانیو نږدې ملګرو، ایران او ترکیې په قهرجنې لهجې په مطبوعاتو کې خبرې وکړې.

د ایران د باندنیو چارو وزیر ترکیه په دې تورنه کړه چې غواړي د سوریې جګړه پسي وغځېږي او په همدغه دلیل د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې د سوریې د حکومت پرضد چې ایران یې ملاتړی دی، جګړه وکړي.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان هم پر ایران باندې تور لګوي چې په خپلو کوښښونو کې چې د سوریې جګړه ختمه شي، صادقه نه دی.

د عثماني دورې راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې دومره خرابې نه وې

د استانبول د پوهنتون د سیاسي علومو کارپوه، تورې میرت چې په دې ورستیو کې یې تهران ته سفر کړی و، وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ډیرې خړې پړې شوي دي. میرټ داسي وايي ،،د عثماني امپراطورۍ له وخته، دواړو هېوادونو د ستونزو او بحرانونو برسیره یو ډول معتدله اړیکې درلودې او دواړو یو بل ځغمل. خو د سوریې په برخه کې دوی د خپلو اړیکو په پاللو کې ناکامه شول. ایران داسي فکر کوي چې د سوریې په برخه کې ترکیه فرقوي دریځ لري او دا چې غواړي په سیمه کې سني فرقوي شخړې پیل کړي چې دا به د سیمې شعیه ګانو ته یو ګواښ وي،،

د یادونې وړ ده چې ایران او ترکیه، دواړه زیات شمېر کردي اقلیتونه لري چې په دواړو هېوادونو کې ژوند کوي. د کردانو د موضوع څخه تل د دواړو هېوادونو له لوري د خپل مینځني سیالیو دپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی دی. د ترکیې د ترف او المانیتور د ورځپاڼې ډيپلوماتیک لیکوال سیما ایدیز داسي وايي ،،دا نامالومه خبره نه ده. ایران د کردانو سره مرسته کړې ده، سره له دې چې په خپله خاوره کې د بیلتون غوښتونکو کردانو سره په جګړه اخته دی. په سیمه کې د کردانو مسله ډیره پېچلې مسله ده.،،

ترکیه د درو لسیزو راهیسې د پي، کې، کې په نامه د کردانو یاغي ډلې سره په جګړه اخته ده. انقره پر تهران باندې تور لګوي چې د پي، کې، کې سره لوژستیکي مرستې کوي. خو ایران د پي کې کې له ډلې سره د مرستو تورونه ردوي.

خو په ځینو مواردو کې بیا دواړو هېوادونو د یاغي کردانو سره په مبارزه کې له یو بل سره مرسته کړې ده.

ایران نه غواړي چې د لویدیځ سره یې شهرت نور هم خراب شي

نور کارپوهان بیا وايي چې ایران غواړي چې له داعش سره په مبارزه کې د لویدیځو هېوادونو په نظر خپل شهرت ښه کړي او په همدغه دلیل هم نه غواړي چې له ترکیې سره اړیکې د پي کې کې په لمسولو خرابې کړي ځکه ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.

د چارو ناظرین دې مسلې ته هم اشاره کوي چې د ایران د مداخلې مخکي ترکیې د عراق د کردانو سره ښې اړیکې درلودې او ځان یې د هغوی ساتونکی بللی ترڅو په سیمه کې د ترکیې نفوذ زیات کړي.

د ترکیې د ملیت ورځپاڼې د نړیوالو اړیکو لیکوال کدري ګوسیل وايي چې ایران نه شي کولای چې په سیمه کې د کردانو په مسله کې خپل نفوذ پراخ کړي ځکه واشنګټن یې محدودوي.

ګورسیل داسي وايي ،،اوس امریکا بیرته سیمه ته راځي او کله چې امریکا وي نو کردان ځان د ایران څخه لیري کوي. معنی دا چې ټول په امریکا پورې اړه لري چې په سیمه کې خپل حضور څومره پراخوي.،،

خو د چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې داسې نه برېښي چې د تهران او انقرې ترمنځ سیالي دي ختمه شي او کردان به په دې موضوع کې مرکزي رول لري. د واشنګټن پریکړې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د رقابت پر کچې تاثیر کوي. د واشنګټن دریځ چې په سیمه کې څه ډول موقف غوره کوي او کردان د امریکا په ستراتيژۍ کې کوم ځای لري، د قضیې یو مهم اړخ ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG