د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد د امنیت ټېنګولو لپاره، نوي ګامونه اخیستل کیږي


د عراق د پلازمېنې په ګاونډ کې د پړانګانو د سیند پر غاړې د شیعه ګانو یو کوچنی ښارګوټی دی.

ګورایات د عراقي امنیتي ځواکونو، چې پر بغداد یې د اسلامي دولت د جنګیالیو د بریدونو د مخنیوي هڅه کوي، د ناکامۍ یوه بېلګه بلل کیږي .

دغه ښارګوټی د څو کلونو لپاره د ځانمرګو او توغندیزو بریدونو او بمي چاودنو شاهد دی چې ګڼ اوسېدونکي یې په کې وژل شوي دي.

د همدغې میاشتې په پيل کې د ګورایات په اساسي سوداګریز سړک باندې د موټر بمب یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل او ۴۲ نور یې ژوبل کړل.

د سیمې یو اوسېدونکی ادریس جاوید وايي له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته راغلل او په لارو کوڅو کې ځای پر ځای شول، دوی د خلکو پېژندپاڼې و کتلې او هغوی چې له نورو سیمې دلته راغلي و، ترې معلومات وغوښتل، خو دغه کار د لږ وخت لپاره و " دا کار د دوو ورځو لپاره وشو، وروسته بېرته حالت عادي شو او موږ اوس انتظار کوو، چې بله چاودنه به کله وشي. "

عراقي چارواکي وايي د اسلامي دولت جنګیالیو څو پرلپسې میاشتو په عراق کې ځانمرګي بریدونه او بمې چاودنې وکړې.

د عراق امنیتي ادارې په تېرې یوې لسیزې کې له بېلا بېلو لارو د دغو بریدونو د مخنیوي هڅه کوي، خو د دوی تخنیک او تاکتیک حالت بدل نه کړ.

حکومت اوس هڅه کوي چې د لویو اېښودل شویو خنډونو او پولیسو د تالاشۍ پر پوستو سربېره، یو لړ نور مهم امنیتي ګامونه هم پورته کړي.

د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي دوی د امنیت ټېنګولو لپاره خپلې استخباراتې څانګې چې، له ۲۰۰۳ کال د صدام حسین د حکومت له ړنګېدو وروسته، روزل شوې او لګښت پرې کیږي، پیاوړې کړي.

د وزارت یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو امنیتي ګامونو کې د نویو استخباراتي کارکوونکو ګمارل شامل دي چې د مشکوکو کسانو او د هغوی د مشکوک فعالیت په اړه رپوټ ورکړي.

دا په دې مانا چې ځیني سونیان به هم ګمارل کیږي، دا هغه څه دي چې په تېر وخت کې عملي کول یې سخت و.

سونیان د شیعه ګانو په مشرۍ پر امنیتي ځواکونه باور نه لري، او ډېر کله یې په مذهبي تعصب هم تورنوي.

پر دې سربېره، په عراق کې امنیتي ځواکونه له دې اړخه هم شهرت لري چې اورپکي په کې ځانونه په اسانۍ سره ځایولی شي، په دې معنی چې هر هغه څوک چې د اورپکو پر ضد له چارواکو سره مرسته کوي، له خطر سره به مخامخ شي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي او د استخباراتي ادارې دوو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط په دې اړه معلومات ورکړل، ځکه دوی پر هغو مسایلو د خبرو اجازه نه لري چې لا هم پرې بحث کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مان سعد وايي ډېر ژر به په ډېر شمېر کې امریکايي بمب پېداکوونکي وسایل عراق ته ورسیږي" دا به د عراقیانو پر ضد د ترهګرۍ د خطرونو په کمولو کې ډېر ګټور او اغیزناک وي." خو، نوموړي د دغې نوې ټکنالوژۍ په اړه او دا چې څومره لګښت پرې راغلی ډېر څه ونه ویل.

عراقي ځواکونه هڅه کوي چې هغه سیمې بېرته ونیسي چې د اسلامي دولت جنګیالیو په پسرلي کې نیولي دي، سره له دې چې اسلامي دولت د بغداد په څنډو کې ځینې سیمې نیولې، خو داسې نه ښکاري چې دوی به په بغداد کې خپل نظام ټېنګ کړي، هاغسې چې د سونیانو پراخې سیمې کنټرولوي.

خو د اسلامي دولت ډلې دا ثابته کړې چې د عراقي ځواکونو په لیکو کې په اسانۍ سره خپل کسان ننویستلی شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لسو میاشتو کې په بغداد کې تر ۳زرو زیات خلک وژل شوي او د دې دوه برابره نور ژوبل شوي دي.

د بغداد په ورڅېرمه سیمو کې، شتوو نا امنیو په دغه ښار کې هم ویره خپره کړې ده او حکومتي مطبوعات هڅه کوي چې د ناامنیو د پېښو راپور ورنه کړي، چې په خلکو کې ویره کمه شي.

په همدغې میاشتې کې لومړي وزیر حیدر العبادي د پولیسو له چارواکو سره خبرې وکړې او د یو شمېر امنیتي ګامونو د اوچتولو اعلان یې وکړ، ده وویل چې په دغه لړ کې به د بغداد ټولې امنیتي چارې د کورنیو چارو وزرات ته چې، د پولیسو او ښار نه د باندې د نورو وسله والو مسولیت لري، وسپارل شي.

ښاغلي عبادي همدغه راز د یو شمېر هغوی امنتیتي خنډونو د لېرې کولو سپارښتنه هم وکړه چې د بغداد په ښار کې اېښودل شوي او داسې یو حالت یې رامنځ ته کړی لکه چې بغداد محاصره شوی وي.

د بغداد په څنډو کې سلګونه سیمنټي دیوالونه درول شوي او امنیتي پوستې جوړې شوې دي، دغه دیوالونه له حکومتي ودانیو، روغتونونو، بانګونو او د پولیسو له پوستو راتاو دي، چې د ممکنه بریدونو مخه پرې ونیول شي.

په همدې حال کې، حکومت پلان لري چې د استخباراتو ظرفیت هم ډېر او لوړ کړي.

یو استخباراتي چارواکي وویل باور کیږي چې په اسلامي دولت پورې تړلې ځیني ډلې ټپلې د بغداد په څنډو کې فعالیت کوي او په دې خاطر چې د دوی پلانونه بربنډ نه شي، دوی په ښار کې د ننه او له ښاره د باندې له بمونو ګاډي ډکوي او بریدونو ته یې چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG