د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننګرهار کې د لرګیو قاچاق پیل کړی دی


قومي مشران وايي دوی حکومت د داعش پر دغه کار خبر کړی، خو چا پرې غوږ کرولی نه دی.
قومي مشران وايي دوی حکومت د داعش پر دغه کار خبر کړی، خو چا پرې غوږ کرولی نه دی.

د شینوارو یو شمېر قومي مشران وايي چې د داعش جګړه مارانو د اچین، نازیان او ده بالا په ولسوالیو کې ونې او ځنګلونه پرې کوي، لرګي يې یا د ډیورنډ کرښې بلې غاړې کې او یا د دغو ولسوالیو په بازارونو کې پلوري.

یو قومي مشر ملک محمد هاشم د امریکا غږ اشنا ته وویل چې حکومت یې څو وارې د داعش په دغه کار خبر کړی، خو چا پرې غوږ هم ګرولی نه دی.

یو بل قومي مشر ملک افسر وايي " تراوسه حکومت هېڅ هم نه دي کړي... داعش په خپله دغه لرګي نه انتقالوي، بلکې د خلکو په ګاډو کې یې انتقالوي او بیا یې دلته خرڅوي. "

په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست دا خبره مني چې داعش په دریو ولسوالیو کې ځنګلونه وهلي دي، خو د دغه ریاست مشر انجینر شاکر وايي چې دا مهال د دغې ډلې جګړه ماران یوازې د ده بالا په ولسوالۍ کې ونې پرې کوي.

د داعش ضد مظاهره

په همدې حال کې د ننګرهار سلګونه اوسېدونکو، چې ډېر یې شینواري وو، په کابل کې د داعش پر ضد یوه مظاهره وکړه.

دوی د کابل په حضوري چمن کې راټول شوي وو او له حکومت نه یې په کلکه وغوښتل چې د داعش پر ضد جدي اقدامات وکړي او د شینوارو امنیت ټېنګ او خوندي کړي.

مظاهره کوونکو ویل چې د یو منظم پلان له مخې داعش د ننګرهار قومي مشران او لوستي خلک وژني.
مظاهره کوونکو ویل چې د یو منظم پلان له مخې داعش د ننګرهار قومي مشران او لوستي خلک وژني.

د مظاهرې یو ګډونوال زیرکیار ذهین وویل چې د یو منظم پلان له مخې د ننګرهار په ناامنه ولسوالیو کې، قومي مشران، مخور او لوستي خلک وژل کیږي.

نوموړي وویل "داعش د آی اس آی یوه بله پروژه ده، ځکه چې امارت نتیجه ورنکړه او اوس داعش راغی. "

په ننګرهار کې د داعش د فعالیت په اړه داسې مهال اندېښنې زیاتې شوې، چې د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دغې ډلې د جګړه مارانو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي. دا وزارت وايي چې داعش ته به اجازه ورنکړي چې غښتلی شي.

داعش، د جنګیالیو معاشونه کم کړي

امریکايي چارواکي وايي د ایتلاف هوايي بریدونو د داعش اقتصادي ځواک په ملا مات کړی او د دغې ډلې عایدات خورا کم شوي دي.

د امریکا د ماليې وزارت د ترهګرۍ د مالي تمویل د برخې مرستیال، ډانیال ګلاسر، وايي د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي بریدونو په عراق او سوریې کې د تیلو د استخراج، تصفیې او انتقال په برخو کې، د داعش وړتیا خورا ځپلې ده.

ښاغلي ګلاسر، چې په لندن کې یو کنفرانس کې خبرې کولې، وویل " داعش اوس هغه وړتیا او ظرفیت نلري چې مخکې یې درلودل او د تیلو د استخراج او تصفيې له لارې به یې پېسې ټولولې. داعش اوس په رقه کې د خپلو جګړه مارانو معاشونه ۵۰ فیصده کم کړي دي. "

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په بریدونو کې د اسلامي دولت د پېسو زیرمې هم وېشتل شوي او " میلیونونه ډالر په کې سوځېدلي دي. "

امریکايي چارواکي وايي چې د ایتلاف الوتکو د داعش د پېسو زېرمې هم په نښه کړي او میلیونه ډالره یې سوځولي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې د ایتلاف الوتکو د داعش د پېسو زېرمې هم په نښه کړي او میلیونه ډالره یې سوځولي دي.

ښاغلی ګلاسر وايي د امریکا د اټکل له مخې داعش د تیلو له لارې د کال ۵۰۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي، پر دې سربېره سلګونه میلیونه نور ډالر له خلکو د ماليې ټولولو له لارې پېدا کوي.

له دې وراخوا، دغې ډلې سلګونه میلیونه ډالر په عراق او سوریې کې د نیول شویو ښارونو او سیمو له بانکونو څخه اخیستي دي.

خو هغه وايي چې د ایتلاف هوايي بریدونو د اسلامي دولت اقتصادي ځواک په ملا مات کړی دی او دا کار هغه وخت نور هم اغیزناک شو، چې د عراق حکومت د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې خپلو مامورینو ته معاش ورکول بند کړل، چې د کال دوه میلیارده ډالره کیږي.

داعش په سوریې او عراق کې ډېرې سیمې نیولي او خپل خلافت یې په کې علان کړی دی.

په دغه راپور کې د رویټرز د یوه راپور نه هم استفاده شوې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG