د لاس رسي وړ اتصالات

د کوباني کردانو ته د هوا له لارې پر اکمالاتو د ترکیې انتقاد


د کوبانې ښار کې د اسلامي دولت ډلې او کردانو ترمنځ جگړه روانه ده
د کوبانې ښار کې د اسلامي دولت ډلې او کردانو ترمنځ جگړه روانه ده

د ترکېې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د هوا له لارې د امریکا په هغه پوځي وسلو غورځولو باندې نیوکه وکړه چې د کردي جنگیالیو پر ځای د اسلامي دولت د ډلې یاغیانو ته په لاس ورغلي دي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ په پلازمینې انقره کې وویل "په دې مسلې باندې چې څه شوي هغه ناسم دي. ځیني وسلې چې دوي د (سي ١٣٠) ډوله الوتکو څخه اچول دي د اسلامي دولت ډلې ته په لاس ورغلي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاندجان کربي ویلي، کردي جنگیالي د سیمې ډیرې برخې په لاس کې لري خو بیا هم دهغوی وضعیت ډېر پېچلی دی ځکه داسلامی ډلی گواښ دوام لري.

" ښاغلي کربي وویل مونږ باور لرو چې په دې ماموریت کې به بریالي شو. موږ به د اسلامي دولت ډله تخریب کړو او کمزوره به ېې کړو. مونږ د خپلې ستراتیژۍ په عملي کولو هم باور لرو."

اوسیدونکو د رویترز اژانس ته ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د ائتلاف له خوا په هوایي برید کې د اسلامي دولت د ډلې لږ تر لږه ٢٥ کسان وژل شوي دي. د رویترز خبري اژانس د عراق د پوځ له قوله ویلي چې د دې برید له امله په فلوجه کې د اسلامي دولت د ډلې زغروال وسایط هم په شا تمبول شوي دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

د جان کربي په وینا پنتاگون تر اوسه پورې په سلگونو میلیونه ډالره په عراق او سورېې کې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې کمپاین کې مصرفې کړي دي.

هغه وایي "اټکل کیږي چې د ورځې ( ٧،٦ ) ملیونه ډالره دی لگښت کیږي، خو د اگست د اتمې نېټې د عملیاتو راهیسې ټول ټال ۴٢۴ ملیون ډالره په عراق کې په هوایي عملیاتو لگېدلي دي".

د سوري کردانو تقویه

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ترکېې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ترکیه به د پیشمرگه په نوم عراقي کردانو ته لاره ورکړي چې سوري‏ کردانو سره مرسته وکړي.

که څه هم د ترکېې له لارې د سوري کردانو سره د عراقي کردانو مرسته به د کوباني په جگړې کې مهم رول ولوبوي خو د سوریې د کردي جنگیالیو یو ویاند ادریس نسان امریکا غږ ته وویل د پیشمرگه په نوم د عراقي کردانو ځواکونو د راتلو دپاره هوکړه نده شوې.

ښاغلي نسان وویل "دا یوازې د ترکیې د حکومت او د ترکې د بهرنیو چارو وزرات اعلان دی، خو مونږ تر اوسه د پیشمرگه ځواکونو د راتگ نښنې نښاني ندي لیدلي."

ځیني فعالانو د سې شنبې په ورځ وویل د اسلامي دولت ډلې هغه وسلې تر لاسه کړي چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له خوا کردي جنگیالیو ته د هوا له لارې اچول شوې وې.

د یوې ویډیو له مخې چې اسلامي دولت ډلې ته وفادارو رسنیو له خوا خپره شوېده؛ په دې وسلو کې لاسي بمونه مهمات او راکت اندازونه شامل دي. په دې ویډیو کې یو تن چې کیدای شي د اسلامي دولت د ډلې غړی وي، داسې ادعا کوي "دا د امریکا ځیني اکمالات دي چې د امریکا د پوځ له خوا د پي کې کې گوند بې دینه گوند ته له هوا له لارې غورځول شوي دي."

د دې ویدیو ثقه والی ندی تائید شوی او دا ویډیو اسوشیتد پرس اژانس ته ورکړ شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د سې شبنې په ورځ ویلي و چې پوځ د دې ویډیو پلټنه کوي او ډاډه دی چې د دې وزارت له ٢٨ غورځول شویو مرستو کې ٢٧ یې کردي جنگیالیو ته رسیدلي چې د کوباني د ښار د نیولو دپاره هڅه کوي.

قتل عام

د ملگرو ملتونو یوه چارواکي ویلي دي چې د عراق ایزدي لږکیو په وړاندې د اسلامي دولت ډلې کړنې کیدای شي د قتل عام یوه هڅه وي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ایوان سایمونویچ د سې شنبې په ورځ د عراق له راتگ نه وروسته ویل چې داسې اسناد شته چې د اسلامي دولت ډلې یاغیان هغه ایزديان وژني چې د اسلام له منلو نه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG