د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د بندیانو د تبادلې مهلت وغزاوه


د سپینې ماڼۍ ویاند وایي "طالبان وسله وال یاغیان دي خو ترهگر نه دي."
د سپینې ماڼۍ ویاند وایي "طالبان وسله وال یاغیان دي خو ترهگر نه دي."

جاپان وایي د اسلامي دولت د ډلې سره د برمته جاپاني خبریال د خوشې کیدو په اړه په اردن باور کوي. جاپان دا تبصره د یو تازه پیغام له خپریدو وروسته کړې چې گمان کیږي برمته کوونکو د اردني حکومت دپاره وروستی مهلت تر نن پنجشنبې غزولې چې عراقي بندي تبادله شي.

دا پیغام چې په انگلیسي ژبه لوستل شوی، د جاپان حکومت په کې ویلي داسې ښکاري چې د برمته خبریال کنجو گوتو غږ وي او کیدی شي د چارشنبې په ورځ ناوخته د اردن د هغه وړاندیز وروسته خپور شوې اوسي چې واېي د القاعدې شبکې پورې تړلې ځان مرگې برید کوونکې ساجده الریشاوي به د اسلامي دولت د ډلې سره د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه سره تبادله کړي.

نن پنجشنبې پارلمان ته د وینا په وخت کې، صدراعظم شینزو آبی د غږیز پیغام په محتوا د تبصرې کولو ډډه وکړه، خو د اسلامي دولت د ډلې لخوا د برمته کولو عمل غندنه یې تکرار کړه.

دا په داسې حال کې دي چې په توکیو کې د خبریال گوتو مور، جنکو ایشیدا په بی صبرۍ سره د حکومت نه غواړي چې زوی یې وژغوري.

رپوټونه وایي اردن د وسله والو یاغیانو سره د مذهبي او قومي مشرانو په وسیله په عراق کې غیر مستقیمې خبرې کوي چې برمته کسان خوشی شي.

له بلې خوا د سپینې مانۍ نوي ویاند ایرک شولتز د چهارشنبې په ورځ د اردن او اسلامي دولت د ډلې سره د بندیانو د احتمالي تبادلې په هکله وویل چې امریکا د ترهگریزو سازمانونو سره معامله نه کوي.

ښاغلي شولتز چې د لومړي ځل لپاره یې له ستیژ څخه خبریالانو ته خبرې کولې، هغه مهال له سختې پوښتنې سره مخامخ شو چې خبریال د امریکایي سرتیري بو برگدال په تبادله کې له گوانتانامو څخه د پنځه طالبانو د خوشی کیدو یادونه وکړه. ویاند د امریکا هغه کار دغه ډول توجیح کړ چې طالبان وسله وال یاغیان دي خو ترهگر نه دي.

د سپینې مانۍ ویاند دا هم وویل چې " زموږ پالیسي داده چې موږ د بندیانو د خلاصون دپاره پیسی نه ورکوو. موږ ترهگرو سازمانونو ته امتیاز نه ورکوو، خو د اردنیانو او جاپانیانو ترمنځ د مذاکراتو په تړاو، غواړم تاسو هماغو حکومتونو ته رجوع وکړئ."

د اسلامي ډلې په خپور شوي غږیز پیغام کې ویل شوي چې اردن باید یوه عراقۍ ساجده الریشاوي چې په ٢٠٠٥ میلادي کال کې په عمان کې په یوه خونړي برید کې ښکیله گڼل کیږي، د جاپاني برمته په بدل کې نن پنجشنبې مازیگر د ترکیې سره په پوله وسپاري او که نه اردنی برمته پیلوټ به ووژني.

دا معلومه شوې نده چې که چیرته په ادعام محکومه شوې بندۍ ساجده وسله والو یاغیانو ته ونه سپارل شي نو د جاپاني برخه لیک به څه کیږي.

د اسلامي دولت ډلې په عامه توگه مخکې د بندیانو د تبادلې غوښتنه نه وه کړې، او د اردن خاص ملگري، متحده ایالاتو د ترهگرو سره د مذاکراتو مخالفت کړې.

XS
SM
MD
LG