د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په سوریې کې ۲۰۰ کسان وژلي دي


د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې د داعش جنګیالي په کې د سوریې په تاریخي سیمې پلمار کې ۲۵ ځوانان وژني.
د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې د داعش جنګیالي په کې د سوریې په تاریخي سیمې پلمار کې ۲۵ ځوانان وژني.

په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې له لوري د وژل شویو کسانو د وروستۍ پېښې ویډیو د شنبې په ورځ خپره شوه.

په ویډیو کې د داعش جنګیالي ښودل کیږي چې د سوریې د لرغونې سیمې پلمار په یو میدان کې ۲۵ ځلمیان وژني.

دغه ویډیو په ټولنیزو رسینو کې خپره شوه چې د داعش جنګیالي په کې له زندان نه دغه کسا، چې ویل کیږي د سوریې د حکومت سرتیري دي، راوباسي او د وژلو لپاره یې میدان ته بیايي.

راپورونه وايي چې د داعش ډلې د پلمار له نیولو وروسته شاوخوا ۲۰۰ کسان وژلي دي، دغې ډلې په مۍ کې د سوریې دغه لرغونې سیمه ونیوله.

په همدې حال کې د سوریې ځواکونو د حزب الله ډلې د ملیشو په ملاتړ د شنبې په ورځ له یاغیانو د یوې غرنۍ سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات وکړل، خو مخالفو جنګیالیو یې په ځواب کې پر پلازمېنې دمشق توغندي وتوغول.

د حزب الله د المنار تلویزون د لبنان پولې ته نژدې د دمشق په شمال لویدیځ کې د زبداني سیمه وښودله چې لوګي ترې اسمان ته پورته کېدل.

المنار تلویزون وايي چې د حزب الله جنګیالیو او د سوریې حکومت د هوايي ځواک په مرسته د داعش پر جنګیالیو له څو اړخونو بریدونه وکړل او هغوی یې په زبداني کې خواره واره کړل.

یاغیانو دغه سیمه د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې په سوریې کې د کړکیچ له پیل کېدو لږ وروسته ونیوله.

دا سیمه حزب الله ته ځکه مهمه ده چې، سوریې له همدغې لارې ورته وسلې استولې.

د یاغیانو توغول شوي توغندي د مرکزي بغداد پر سړک سربېره پر ځينو نورو سیمو هم لګېدلي دي. یو توغندی د دمشق په مشهوره هوټل ډاما روز لګیدلی دی او زیانمن کړی دی یې .

دا پېښې داسې مهال کیږي چې داعش ډله په عراق او سوریې کې د خپل نفوذ د سېمو د لا پراخولو هڅې هماغسې روانې ساتلي دی.

XS
SM
MD
LG