د لاس رسي وړ اتصالات

کېري د تړون د لاسلیک له امله د احمدزی نه مننه کړې


ښاغلی احمدزی د ښاغلي کيري سره په کابل کې (ارشیف)
ښاغلی احمدزی د ښاغلي کيري سره په کابل کې (ارشیف)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سه شنبې په ورځ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون د لاسلیک وروسته د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني احمدزي ته ټلیفون کړی او د هغه نه یې د دې تړون د لاسلیکولو له امله مننه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغو ټلیفوني خبرو کې په سوله ایزه توګه د واک د انتقال له امله د افغانستان جمهور رئیس ته مبارکي ورکړې ده او د لوړې په مراسمو کې د نه ګډون علت په چټکۍ د واک د سپارلو مراسمو ترسره کیدل ښودلي او ویلي دي چې په یو مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د افغانستان جمهور رئیس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د امریکا په مرستو کې د شفافیت لپاره د یو هر اړخیز چوکاټ د جوړولو غوښتنه کړې ده.

همداشان ویل شوي چې ښاغلي احمدزي د افغانستان سره د امریکا د مرستو د چټکیدلو غوښتنه هم کړې ده.

د احمدزي او بان کي مون ټلفوني اړیکه

د بلي خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کیدو له امله هغه ته مبارکي ورکړی ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر ویلي چې په دغه ټلیفوني اړیکه کې چې د سه شنبې په ماښام ترسره شوه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، جمهور رئیس اشرف غني احمدزي ته له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همدا راز په دغه ټیلیفوني اړیکه کې بان کي مون ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان نوی ځانګړی استازی به د روان میلادي کال تر وروستیو پورې کابل ته واستول شي.

د جمهوري ریاست دا بیان وایي چې ښاغلي احمدزي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ټلیفوني اړیکې او د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو د رایو د تفتیش او په دغه پروسه کې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو له همکاریو څخه مننه او قدرداني کړې ده او د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش په بهیر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش هڅې ستایلې دي.

همداشان ویل شوي چې ښاغلي احمدزي هیله څرګنده کړې ده چې د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی د افغانستان لپاره ددغې ټولنې ټول پروګرامونه د افغانستان له دولت سره په بشپړه همغږۍ کې تنظیم کړي.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، نیکولاس هیسم په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

ښاغلی هیسم د جنوبي افریقا اوسیدونکی دی او د نوي ماموریت دمخه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سیاسي چارو د مرستیال په توګه کار کړی دی.

تیره ورځ افغانستان نوي حکومت د امریکا او د ناټو د ټولنې سره د راتلونکو امنیتي همکاریو لپاره دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل.

د تړون په وړاندې غبرګونونه

که څه هم افغان ولسمشر ددې ټړون د لاسلیک غونډې ته په وینا کې د تړون د لاسلیک دفاع وکړه او وویل چې ولس ته ډاډ ورکوي چې دا قدم د افغانستان په خیر دی.

ښاغلي احمدزي وویل مونږ ددې خاورې د مسولینو په حیث باندې هر افغان ته مسول یو اود نن شرایط چې بد امنیو ته خينې شبکي لاس وهي او غواړي چې خدای مه کړه مونږ ناکامه شو ځواب یې نن واضح دی.

خو یو شمیر د پارلمان غړي د امریکا سره د امنیتي همکاریو د تړون لاسلیک په باب انديشنې څرګندوي او وایي چې دا تړون به هغو ډلو ته چې په افغانستان کې د جګړو دوام ته بهاني لټوي یوه بله بهانه په لاس ورکړي .

د ملي کانګرې د ګوند مشر عبدالطیف پدرام هم د تړون د لاسلیک سره مخالف دی.

پدرام نن په کابل کې د خپلو پلویانو یوې لویې غوڼدې ته په وینا کې د امریکا سره د امنیتي همکاریو د تړون لاسلیک د افغانستان د ملي حاکمیت په خلاف وباله.

پدرام وویل دا تړون د افغانستان د ملي حاکمیت په خلاف دی امریکا نه غواړي افغانستان په سیمه کې د یو خپلواک هیواد په څیر پخپله خپلې پریکړې وکړي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو غړې میرمن شکریه بارکزۍ وایي چې د تړون لاسلیک د یو خپلواک هیواد استازیتوب کوي.

میرمن بارکزۍ وایي دا به یو څرګند ځواب اوسې د افغانستان ګاونډیانو ته په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته.

د امریکا سره ددغه ټړون له مخې به د لس زرو په شاوخوا کې امریکایي عسکر د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د پاته کیدلو امکان ترلاسه کړي.

دا ټړون افغان حکومت د نوي جمهور رئیس د کار په دوهمه ورځ لاسلیک کړ، خو پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د لودیځو هیوادونو د پرله پسې غوښتنو سره سره دا ټړون لاسلیک نه کړ او ویل یې چې تر هغی چې امریکا ورته په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې پاخه ضمانتونه ور نه کړي هغه به ټړون لاسلیک نه کړي.

XS
SM
MD
LG